د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

مسلمیار: د ښځو پر وړاندې باید له زور او تشدد څخه کار وانه خیستل شي


د افغانستان د مشرانو جرګې رییس وايي، په هېواد کې د ښځو پر وړاندې موجوده تاوتریخوالي دوي ته د منلو وړ نه دي او په دې برخه کې د اصلاحاتو په راوستو ټینګار کوي.

فضل الهادي مسلیمار چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د نړېوالې ورځې په مناسبت د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې خبرې کولې وویل چې د ښځو پر وړاندې چلند باید د اسلامي اساساتو له مخې وشي.

که څه هم په افغانستان کې له یوې لسېزې را پدیخوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي لپاره هڅې شوي دي خو بیا هم افغان ښځې هر ورځ له ډول-ډول تاوتریخوالو څخه رنځ وړي.

وروستي ارقام ښیي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه د تیر کال په نسبت زیاته شوې ده.

د افغانستان د مشرانو جرګې رییس د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي د نړېوالې ورځې په مناسبت د دوشنبې په ورځ په کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل چې د بشریت پر وړاندې په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي غندي او د ښځو پر وړاندې باید له زرو او تشدد څخه کار وانه خیستل شي.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"له بده مرغه موږ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي ورځ په داسې حال کې لمانځي چې اوس هم افغان ښځې په بدو کې ورکول کیږي."

د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسېون یو تازه راپور وایې چې له ښځو سره د تاوتریخوالي کچه د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۷فیصده لوړه شوې ده.

د دغه کمیسیون د معلوماتو له مخې له ښځو سره فزیکي تاوتریخوالی په تېره بیا د هغوی وژنه یو له ټکان ورکوونکو مواردو څخه دی چې روان کال د تېر کال د همدې مودې په پرتله شاوخوا دوه برابره زیات شوی دی.

په عین حال کې د افغانستان د ښځو وزارت له افغان حکومت او نورو ادارو څخه غواړي چې د دغې پدیدې د له منځه وړلو لپاره خلکو ته عامه پروګرامونه زیات کړي.

د دغه وزارت مرستیالې فوزیه حبیبي وویل چې اوس هم افغان میرمنې په بدو کې ورکول کیږي.

اغلې حبیبي زیاته کړه:

"له بده مرغه موږ په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي ورځ په داسې حال کې لمانځو چې اوس هم افغان ښځې په بدو کې ورکول کیږي، په کم عمر کې په زوره ودونو ته مجبوریږي، صحرايي محاکمه او سنګساریږي او د بېلابېلو محدودیتونو او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي."

دا په داسې حال کې چې د افغانستان د ښځو شبکې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د نړېوالې ورځې په مناسبت د پنجشنبې په ورځ په ټول هېواد کې یو ۱۶ ورځنی کمپاین پیل کړ.

د دغې شبکې مسوولې حسینې صافۍ چې په دې غونډه کې ګډون کړی وو وویل، سږ کال په هېواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو په برخه کې متفاوت پروګرامونه لري او د عملي کولو لپاره به یې د هېواد لېرو پرتو ولایتونو ته هم سفرونه وکړي.

نوموړې له حکومته وغوښتل څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.

مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG