د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

ناټو: لاهم افغانستان موږ ته مهم دی او ډېرې هڅې مو پرې متمرکزې دي


د ناټو چارواکي وایې، سره له دې چې ناټو د ختیځ او جنوب له لوري له نویو ګواښونو سره مخامخ دي خو افغانستان تر اوسه پورې د ناټو لپاره مهم دی او ډیرې هڅې یې په دې هېواد باندې متمرکزې دي.

ناټو چې په افغانستان کې یې محارب ماموریت د ۲۰۱۴ کال په ډېسمبر کې پای ته ورسید، د روان کال راهیسې په دی هېواد کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، ملاتړ او هغوی ته د سلا ورکولو ماموریت مخ ته وړي.

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت څرنګوالی به په بروکسل کې د ناټو او په دغه ماموریت کې د ونډې اخیستونکو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې د ورځې د غونډې اساسي موضوع وي خو په بروکسل کې یو شمېر ډیپلوماتانو نن وویل چې ناټو به په را روان کال کې هم دغه مهم ماموریت ته دوام ورکړي.

په ناټو کې د بریتانیا سفیر ادم ټامسن وویل چې د بهرنیو چارو وزیران به دغه راز په غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو د اوږد مهاله تمویل مسله وڅیړي او ښایي د ۲۰۱۸ نه تر۲۰۲۰ کاله پورې د درې نورو کلونو لپاره د دغو ځواکونو مالي لګښتونه یقیني کړي.

خو په دی اړه به د ناټو په راتلونکي سرمشریزه کې چې په جولای میاشت کې په وارسا کې جوړیږي، پریکړه وشي.

ناټو او د دې سازمان شریکانو ژمنه کړې چې د ۲۰۱۷ کال ترپایه به د افغان امنیتي ځواکونو لګښتونه ورکوي ترڅو دغه ځواکونه وکولای شي چې خپل ثبات ته ادامه ورکړي.

د ناټو چارواکو که څه هم د افغانستان پرامنیتي وضعیت اندیښنه وښوده او دا یې ومنله چې په دې هېواد کی شخړې زیاتې شوي او داعش هم نوي ګواښونه متوجه کړي خو افغان امنیتي ځواکونه د دوی له انتظار سره سم د جګړی په ډګر کې ښه ځلیدلی او په ډیرو سیمو کې یې د وسله والو مخالفانو د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

د ناټو یوه لوړ پوړي ډیپلومات د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د اسلامي دولت ډلې فعالیتونو ته په اشاره وویل چې دا ددې ښکارندویی کوي چې د منځني ختیځ په ګډون په سیمه کې نویو ډلو په نوې بڼه ګواښونه رامنځ ته کړې ده.

دغه ډیپلومات په افغانستان کې د امن او ثبات په ټینګښت کی سیمه ییزه همکاري هم مهمه وبلله.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم د سې شنبې په ورځ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې پر افغانستان څرخي، ګډون وکړي.

يه پام کې ده چې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی اسماعیل اراماز او هم د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت مشر امریکایي جنرال جان کېمپبل به هم دغې غونډې ته د افغانستان په روان امنیتيی وضعیت رڼا واچوي.

XS
SM
MD
LG