د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

قدیر: که مې خپلې ادعاوې ثابتې نه شوې کړای له خپللې دندې استعفا کووم


د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال وایي چې د ځان د خوندیتوب په اړه د بې باورۍ او اطمینان نه لرلو له امله به په نظام کې دننه له داعشه د ملاتړ په اړه اسناد په خاصه طریقه وړاندې کړي.

ظاهر قدیر چې د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې خبرې کولې د دغو سندونو د وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه جزییات ورنه کړل.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پارلمان د غړیو د امنیت د نیولو په برخه کې هېڅ ستونزه نشته او د امنیتي ځواکونو یوه خاصه ډله په دې برخه کې ګمارل شوې ده.

د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي، که یې په نظام کې دننه له داعشه د ملاتړ په اړه خپلې څرګندونې ثابتې نه کړې له خپلې دندې به ګوښه شي.

ظاهر قدیر چې د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې خبرې کولې وویل چې په دې اړه سندونه او شواهد په لاس کې لري خو دا چې په خطر کې لویږي په یوه خاصه طریقه به یې وړاندې کړي.

ده ونه ویل چې له کومې لارې به د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره دا سندونه حکومت ته وسپاري.

ښاغلي قدیر زیاته کړه:

"زه په چا باور وکړم. دلته ما تاسو ته ویلي و دلایل، شواهد، اسناد.

زما د شواهدو د سر خوندي کولو تضمین څوک ورکوي.

ما هغه بله ورځ یوه خبره وکړه مازدیګر یې زما د ورور په موټر چاودنه وکړه.

ما سره اسناد شته. زه بې ځایه نه وایمه. خو هغه په طریقې. ګ

زه اوس شواهد دلته راوړم له دې دروازې دباندې ووځي ته یې تضمین کوئ،خو هغه یوه لاره لري."

ښاغلي قدیر دا خبره د هغو غوښتنو په ځواب کې وکړه چې دی دې د خپلو څرګندونو په اړه اسناد وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې ښاغلي قدیر د هغه پلاوي په جوړښت هم انتقاد کړی و چې د ده د خبرو د څېړنې لپاره ټاکل شوی و او ویلي یې و چې دا پلاوی حکومتي دی باید د درې واړو قواو غړي په کې وي.

ښاغلي قدیر ویلي و چې له یاد پلاوي سره به د قانون له مخې هغه وخت همکاري وکړي چې د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر دنده وځنډول شي.

دا مسایل وروسته له هغه لانجمن شول چې د ولسي جرګې لومړي مرستیال ښاغلي قدیر امنیتي ارګانونو او ملي امنیت شورا ته په اشارې وویل چې ځیني کړۍ په دننه نظام کې له داعش ملاتړ کوي.

د قدیر د دغو خبرو په غبرګون د امنیتي ارګانونو مشرانو په دې اړه د اسنادو غوښتنه وکړه او ولسمشر هم د دغو څرګندونو په اړه د یوه پلاوي د ټاکلو امر ورکړ.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پارلمان د غړیو د امنیت د نیولو په برخه کې هېڅ ستونزه نشته او د امنیتي ځواکونو یوه خاصه ډله په دې برخه کې ګمارل شوې ده.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د پارلمان لپاره موږ ځانګړې قطعات لرو چې د پارلمان د امنیت په نوم فعالیت کوي، دوی ښه امکانات لري او زموږ تر حمایت لاندې دي او دوی چې هرڅه ته اړتیا لري موږ یي ورته برابروو."

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم یو شمېر حکومتي چارواکو سیاسي څېرو د نظام په جوړښت کې د جاسوسانو د موجودیت خبره کړې وه.

خو وبه لیدل شي چې په نظام کې دننه له داعشه د ملاتړیو کسانو د موجودیت ادعاوې رښتیا کیږي؟ او که کوم څوک به په دې اړه ونه پيژندل شي.

XS
SM
MD
LG