د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

"د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه دې ژر اعلان شي"


د افغانستان مشرانو جرګه وایې، حکومت مکلفیت لري څو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.

د دغې جرګې غړیو د سه شنبې ورځې په عمومي غونډه کې همدارنګه د انتخاباتي اصلاحاتو پر پڅ بهیر انتقاد وکړ.

خو افغان حکومت وایې، د دوی هڅه دا ده څو هر څومره ژر چې کیدای شي په انتخاباتي سیسټم کې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون له خوا وړاندي شوي اصلاحات عملي کړي.

سره له دې چې د ملي وحدت حکومت د جوړېدو څه باندې یو کال تیریږي، خو لا هم حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو په پلمه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو نېټه نه ده اعلان کړې.

د افغانستان مشرانو جرګه وایي، نور نو باید حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په انتخاباتو کې ځنډ را نه ولي او ژر تر ژره یوه نېټه اعلان کړي.

د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار د سې شنبې ورځې په عمومي مجلس کې همدا راز ټینګار وکړ چې دا انتخابات باید هېواد شموله وي.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"حکومت مکلفه دی څو سرتاسري انتخابات وکړي. په دې پسې دې نه ګرځي چې فلانۍ یا بستانۍ کمیسیون څه وایي.

باید په هر شکل چې کیږي د انتخاباتو لپاره وخت وټاکل شي."

خو د سنا مجلس ځينو نورو غړیو بیا په اوسنیو ناوړه شرایطو کې د انتخاباتو ترسره کیدل د افغانستان په زیان وبلل.

د ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره چارواکو وویل چې د انتخاباتي سیسټم تر اصلاح وروسته به د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان کړي. خو وروسته بیا حکومت پریکړه وکړه چې دغه انتخابات به یو کال وروسته ترسره شي.

اوس پر حکومت له دې امله انتقادونه کیږي چې لا یې هم د دغو انتخاباتو لپاره دقیقه نیټه نه ده ټاکلې. هغه مساله چې د مشرانو جرګې غړي هم ورباندې انتقاد کوي.

خو حکومتي مسوولین وایي، د غوراوي د کمېټې ترکیب چې باید د انتخاباتي کمیسیونونو د کمېشنرانو لېست جمهوري ریاست ته وسپاري، بشپړ شوی او ډير ژر به دوی په کار پیل وکړي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د سه شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، هر څومره ژر چې کیدای شي د انتخاباتي اصلاحاتو د کمېسېون د وړاندې شويو اصلاحاتو د عملي کیدو لپاره به اقدام وشي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"حکومت کار کوي څو هر څومره ژر چې شوني وي، هغه اصلاحات چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسېون پیشنهاد کړي دي، راشي او په تعقیب یې نوي کمیسیونونه و توانیږي د راتلونکو انتخاباتو لپاره نېټه وټاکي."

له دې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي و چې دوی چمتو دي څو د حکومت په مشورې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.

خو د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون بیا وایي چې د انتخاباتو نېټه به د انتخاباتي کمیسیونونو لپاره د نویو کمشنرانو تر ټاکل کیدو وروسته روښانه شي. هغه څه چې د انتخاباتو کمیسیون یې پر وړاندې اعتراض څرګند کړی و.

XS
SM
MD
LG