د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

د سولې په اړه د کابل او اسلام اباد ترمنځ پرېکړې باید نړېوال تضمین ولري


د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو اداري پلاوي وایي، هره هغه پرېکړه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې او ثبات د راوستو لپاره کېږي باید نړېوال تضمین ولري.

دوې وایي، له پاکستان سره د سولې په خبرو اترو کې باید له پوره غور او دقته کار واخیستل شي.

که څه هم پاکستان یو ځل بیا د سولې په خبرو اترو کې د همکارۍ خبره کړې خو یو شمېر داسې اندېښنې هم موجودې دي چې ممکن دا هېواد په خپلو کړېو ژمنو عمل ونه کړي او خپل دوه ګونی سیاست مخې ته یوسي.

د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو ادارې پلاوي وایې چې له پاکستانه باید د دوې د ژمنو په اړه نړېوال تضمین واخيستل شي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د سه شنبې ورځې په عمومې جلسه کې وویل چې له پاکستان سره د سولې خبرې اترې په یوې معما بدلې شوي دي.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"پاکستان سره د سولې خبرې لکه څنګه چې سناتورانو په دې اړه بحثونه وکړل واقعاً دا یو معما ده، په دې باندې باید په دقت سره غور وشي موږ د سولې طرفدار یو خو سوله د یوه قوت له مخې نه باید راشي."

دا خبرې وروسته له هغې مطرح کیږي افغان ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ په پاریس کې د اقلیم د بدلون د نړېوال کنفرانس په څنډه کې د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره خبرې کړي.

په دې خبرو کې دواړه لوري د افغانستان د سولې د خبرو د بهیر پر بیا پيل او د دواړو هېوادونو پر اړیکو غږیدلي دي.

په همدې حال کې د جمهور رییس مرستیال ویاند سید ظفرهاشمي ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې هغه څه چې د دواړو هېوادونو اړیکې ښې کولای شي هغه سوله ده.

ولسمشرغني د کوزې پښتونخوا د مشرانو په غوښتنه چې په دې وروستیو کې کابل ته راغلي وو، په دې درې اړخیزه او دوه اړخیزه لیدنو کې برخه واخیسته.

خو افغان سناتورګل احمد اعظمي وایې چې له دې وړاندې هم له پاکستان سره دا ډول ناستې ترسره شوي چې مثبتې نتیجې یې نه درلودې.

نوموړي وویل چې د افغانستان په اړه باید له پاکستانه د دوې د ژمنو په مقابل کې نړېوال تضمین واخېستل شي.

ښاغلي اعظمي زیاته کړه:

"د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې په راوستو کې چې هره پریکړه کیږي باید یو نړېوال تضمین ولري، په دې ۱۴ او ۱۵ کلونو کې چې کومې ناستې ترسره شوې هره ناسته چې شوې لاسته راوړنه یې نه وه او هم دغه ناسته زه فکر کووم هغه وخت لاسته راوړنې لري چې د نړۍ قدرتمند ځواکونه باید قوي ضمانت ورکړي."

د افغانستان او پاکستان چارواکي په داسې حال کې د سولې د خبرود بیا پیل په اړه خبرې کړي چې له دې وړاندې ولسمشر غني ویلي چې د سولې د مذاکراتو لپاره نور له پاکستانه مرسته نه غواړي.

ولسمشر غني ویلي پاکستان باید ترورېزم هغه څه چې ځان لپاره تعریف کړی باید همدا تعریف افغانستان ته هم وکړي.

خو اوس پوښتنه دلته ده چې ایا پاکستان به دا ځل په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي؟

او ایا افغانستان به بیا هم د پاکستان په تشو ژمنو بسنه وکړي؟

د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیراحمدزي وویل چې اوس د افغانستان د حکومت تګلارې بدلون موندلی او که چېرې پاکستان د دوستۍ په لباس کې له دغه هېواد سره دښمني وکړي افغانستان به هم ورته اقدام وکړي.

له دې ټولو سره د سیاسي چارو شننونکي وایي، پاکستان باید له افغانستان سره په خپلو کړو کې ملزم او متعهد وي.

مطیع الله خروټي په دې اړه وايي:

"د افغانستان حکومت ته د افغانتسان ولس ته پاکستان بې اعتماده شوی دی، نو بناً د دغو مذاکرتو په ارتباط باید یو تضمین کوونکی اووسي، هغه قدرتونه چې پاکستان یې مجبور کړی چې افغانستان حکومت سره په مذاکراتو کیني، هماغه قدرتونه باید د دغو خبرو ضمانت هم وکړي."

د نوموړي په باور د سولې د ټینګټ لپاره نړېوال فشارونه پاکستان دې ته اړ کړي ترڅو له افغانستان سره یو ځلي بیا د سولې خبرې اترې پیل کړي.

خو وکتل شي چې ایا وقعاً دا ځل د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د سولې د مذاکراتو په اړه دا لیدنې به مثبتې پایلې ولري او که به بیا هم د تیر په څير د دغو خبرو نتیجې منفي وي؟

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG