د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

اوغلو: روسیه هڅه کوي څو د خپل هوايي ځواک پر سرغړونې پرده واچوي


ترکيه وايې، روسیه هڅه کوي پر انقرې د تورونو له لارې د ترکي له هوايې حریمه د خپل هوايي ځواک پر سرغړونې پرده واچوي.

د روسيي ولسمشر ترکیه تورنه کړې ده چې له داعشه د تیلو د اخېستلو د معاملې د خوندي ساتلو لپاره يې د روسي الوتکه ویشتې ده.

د ترکيي صدراعظم د روسيې د ولسمشر دا خبره چې انقرې له داعش سره د تیلو د خپلې معاملې د دوام په هدف روسيې الوتکه وویشته، رد کړه.

احمد داوود اوغلو نن وویل مسکو هڅه کوي چې د دې تورونو له لارې پر هغې سرغړونو پرده واچوي چې روسيي الوتکو د ترکيې له هوايې قلمروه ترسره کړې دي.

تردې مخکې د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین ترکیه تورنه کړه چې له داعشه تیل اخلي او د همدې معاملې د خوندي ساتلو په هدف يې د روسيې الوتکه غورځولې ده.

د ترکيې صدراعظم داوود اوغلو یو ځل بیا له روسيي وغوښتل چې خپل پوځي او ډیپلوماتیک چینلینونه پرانستې پریږدي.

نوموړي وویل د مسکو دریځ د سوريې له بحرانه د روسيې او ترکي شخړه جوړه کړې ده:

"موږ له خپلو متحدانو سره نږدې همکاري لرو.

موږ به د داعش د منځه وړلو لپاره د دې ډلې پرضد د امریکا په مشرۍ د ائتلاف د یوه غړي په توګه خپلو هڅو ته دوام ورکړو.

هیله مند یو چې داسې پېښه بیا تجربه نه کړو او د دغه شان پیښو لپاره پارونکې کارونه تکرار نشي.خو په دې کې هیڅ شک نشته چې ترکیه به د خپلو ملي ګټو او پولو ساتنه وکړي."

اخوا بیا د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما په خپلو تازه څرګندونو له ترکي او روسيي غوښتي چې خپل مینځي اړیکې نور هم بحراني نه کړي .

ولسمشر اوباما نن په پاریس کې د ترکي له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د کتنې پر مهال وویل، ترکیه له ځانه د دفاع حق لري خو د هغه په خبره ټولې خواوې باید پر مشترک دښمن داعش تمرکز وکړي.

ترکیه ټینګار کوي د دې هېواد له خوا ویشتل شوې روسيې الوتکه د ترکيې هوايې حریم ته داخله شوې وه او مخکې له دې چې وویشتل شي څو ځله يې ورته خبرداری هم ورکړی و.

خو روسیه وايې، چې د دوي الوتکه د سوريې په خاوره کې ویشتل شوې ده.

XS
SM
MD
LG