د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

خوګياڼۍ: وسله والو مخالفينو په نوې بڼه ماینونه جوړ کړي


د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼي د سه شنبې په مازیګر په یوې خبري ناسته کې وویل چې د دولت وسله وال مخالفين هڅه کوي د ورانکارۍ په موخه د نویو تکتيکونو څخه استفاده وکړي.

خوګياڼي زیاته کړه چې د ملي امنیت ریاست له پینځو تنو وسله والو سره یو تعداد ماینونه نیولي چې د ډبرو په څېر په نوې بڼه جوړ شوي دي:

"دغه ډول نوي ماینونه چې نه معلومیږي دا ماین که ډبره ده، دوی په مهارت سره نوي ماینونه جوړ کړي چې په دې لړ کې بې ګناه وګړي، چارواکي یا نور تخریبي اعمال ترسره کړي نو زموږ پر ولسوونو غږ دی که دغسې څه سره مخ کیږي نو احتیاط نه دې کار واخلي او امنيتي کسان خبر کړئ."

نوموړی وايي، دغه وسله وال د سه شنبې په ورځ د جلال اباد ښار اړوند ساحو کې نیولي چې درې تنه يې د داعش وسله والې ډلې پورې تړاو لري.

د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې دغو نیول شویو وسله والو د بشر حقونو او د ولسي جرګې غړي انجنير غفار پر موټرو بریدونو او یو شمېر نورو تروریستي پيښو کې لاس درلود چې په وینا يې یادو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی.

ننګرهار – شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG