د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

"نړۍ په هوا ګرځي، خو ځدراڼ سړک نه لري"


د خوست د ځدراڼ میشتو ولسوالیو اوسیدونکي وايي، چې دوی په خپلو سیمو کې د اوبو، روغتیا، پوهنې او سړکونو په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

دوی زیاتوي، په وروستي نږدې یوه نیمه لسیزه کې د ځدراڼ میشتو سیمو د اوسیدونکو اړتیاوو ته افغان حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو ادارو لازمه پاملرنه، نه ده کړې.

دوی یادې څرګندونې د سې شنبې پر ورځ د خوست د شمل دوه منده ولسوالۍ په انګړ کې د کابل څخه خوست ته د ملي یووالي حکومت له خوا رالیږلي لوړ پوړي هیات ته وکړې.

د یاد هیات په ترکیب کې د اجراائیه رئیس درې سلاکاران سیدفاضل سانچارکي، الحاج غازي نواز تڼی او انجینر جهش شامل دي.

حاجي علي خان ځدراڼ هیات ته په خپلو خبرو کې د ځدراڼ میشتو سیمو د جلغوزو د حاصلاتو له پاره د پروسس د کارخانو، روغتیايي کلینیک او په ځانګړي ډول سپیرې ولسوالۍ ته د غځیدلي سړک د جوړولو غوښتنه وکړه.

د دوه منده ولسوالۍ یو تن قومي مشر ازادي راډیو ته وویل چې په یاده ولسوالۍ کې د ښوونځیو د کمښت له کبله زده کوونکي تر بورګۍ ښوونځي پورې پنځلس کیلو متره پلی مزل کوي.

ده زیاته کړه، پخوا يې د غرونو د لرګیو نه ګټه اخیسته، خو اوس هلته امنیتي پوستې جوړې شوي او د قوم خلک د غرونو لرګیو ته هم لاسرسۍ نه لري:

"حاجي میرزاعلي خان مې نوم دی، دلته چې څه زده کوونکي دي پنځلس کیلومتره بورګۍ ښوونځي ته په پښو مزلونه راکوي، پنځه شپږ زره نجونې او هلکان بې تعلیمه پاتې دي، کلینیک نه لرو، کاریزونه مو شنډ دي، پخوا مو له غرونو ګزاره وه اوس هلته هم کمپاینونه پراته دي او هر څه ختم دي."

د حاجي میرحمزه په نوم د شمل دوه منده ولسوالۍ یو بل تن اوسیدونکی هم ورته ستونزه یادوي او وايي، چې د سیمې روغتیايي کلینیک يې ډاکټر او دوا درمل نه لري، کرنیزې ځمکې يې د سیلابونو له ګواښ سره مخامخې دي او د اوبو د سطحې د ټيټوالي له امله د څښاک اوبو له ستونزو سره هم مخامخ شوي دي.

بل لوري ته د ملي یووالي حکومت د اجراائیه رييس دوو تنو سلاکارانو غازي نواز تڼي او سانچارکي د ځدراڼ میشتو دریو ولسوالیو مشرانو ته په خپلو خبرو کې د حکومت ځنې مجبوریتونه یاد کړل.

دوی وویل که څه هم اوسنی حکومت د پخوا په شان امکانات نه لري او جګړې هم ډېرې شوي، خو بیا به هم د دوی د حکومت د امکاناتو په چوکاټ کې د مشرانو غوښتنو ته رسیده ګي وکړي.

د اجراائیه رييس سلاکار وزیر الحاج غازي نواز تڼي مشرانو په ټېنګه وویل، چې د دې خلکو د حقونو د ترلاسه کولو او د دوی د ستونزو د هواري له پاره به خپل ټول امکانات په کار واچوي:

"موږ د ځدراڼو د دریو قومونو د خلکو ستونزې واوریدلې، موږ به د دوی غوښتنې انشاالله مرکز ته انتقالوو، مربوطه وزارتخانو او ادارو سره چې د دوی ستونزې وي، هغوی سره به يې شریکوو، د دوی د ستونزو د حل له پاره به نهايي کوښښونه کوو. "

د یادونې وړ ده د خوست، پکتیا او پکتیکا اړوند یوولس ځدراڼ میشتي ولسوالۍ هغه سیمې دي، چې د دریو واړو ولایتونو له مرکزونو څخه په لیرې واټن او یو شمېر يې هم په سرحدي سیمو کې پرتې دي.

ناامنۍ، د ځوانانو وزګارتوب، د پاکو اوبو، روغتیا او زده کړو محدود او د نشت برابر امکانات هغه څه دي، چې د دې لوی قوم او پراخې سیمې د اوسیدونکو ستونزې يې ډیرې کړي دي.

راپور: ​نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG