د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

په کنړ ولایت کې د پولیو یوه مثبته پېښه موندل شوې


په کونړ کې د عامې روغتیا مسئولین وايي چې د یاد ولایت د ماڼوګې ولسوالۍ په کوړنګل کې د پولیو یو مثبته پېښه موندل شوې او که چېرته نور هم د واکسینو مخه ونیول شي نو کېدای شي چې نور ماشومان هم په فلج اخته شي.

په کونړ کې د کتلوي معافیت مسئول حاجي محمد اسحاق ازادې راډیو ته وویل چې له تېرو دوو کالو راهیسې په کونړ کې د فلج مثبتې پېښې نه وې موندل شوي خو او س يې یوه مثبته پېښه د ماڼوګې ولسوالۍ په کوړنګل کې موندلې ده.

ښاغلي اسحاق وویل:

"دا چې کونړ له ۲۰ میاشتو وروسته یوې پېښې سره مخ کېږي، دا د پیج درې په کوړنګل کې د کلایګل په لیرې پرته سیمه کې یو ماشوم په پولیو اخته شوی دی."

محمد اسحاق وايي په یاده سیمه کې له تېرو پنځو کالو یوه ډله مولیان پیدا شوي او هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې خپلو ماشومانو ته واکسین وکړي او یا هم هلته د واکسینو ډلې لاړې شي.

هغه زیاته کړه:

"تقریباً پنځه کاله کېږي چې د مولیانو یوه غونډه یا ډله پیدا شوې او چاته د واکسینو اجازه نه ورکوي او نه هم زمو رضا کاران پرېږدي چې ماشومانو ته هلته کمپاین ترسره کړي."

هغه وايي د سې شنبې په ورځ يې د پولیو ضد واکسین درې ورځېنی کمپاین پیل کړی چې په کې به په زرګونو هغو ماشومانو ته د فلج ناروغۍ د مخنیوي واکسین ورکړي.

محمد اسحاق وايي بیا هم د تېر په څېر وېره لري چې له ۱۰ زرو زیات ماشومان به له واکسینو بې برخې پاتې شي.

هغه دغه راز وايي:

"زموږ څخه مرورې، سرکاڼو، خاص کونړ، شلتن، دانګام په هغو ساحو کې چې د ډیورنډ کرښې سره نېږدې دي ماشومان پاتې کېږي او همداراز په وټه پور، مانوګې او چپې درې ولسوالیو کې هم یو شمېر ځایونه شته چې په کې د واکسینو مخالفت کېږي، خو بیا هم په یادو ځایونو کې یو شمېر کورنۍ شته چې خپلو کوچنیانو ته واکسین رسوي. له تېر کمپاین نه په وړاندې کمپاینونو کې له موږ څخه ۱۵۰۰۰ ماشومان پاتې وو، خو په تېر کمپاین کې موږ به دې بریالي شوو چې زرو ماشومانو ته واکسین ورکړو او یاد شمېر ۱۴۰۰۰ ته راټيټ کړو. بیا هم هیله لرو چې په نوي کمپاین کې دا شمېر نور هم راکم کړو."

ډېری دیني عالمان او لوستي کسان وايي لکه څنګه چې داسلام په مقدس دین کې صفايي د ایمان جز ګڼل شوی او له مسلمانانو غوښتل شوي چې باید د ځان او چاپېریال د پاک ساتلو خیال وساتي څو ناروغ نه شي نو واکسین هم د ناروغیو د مخنیوي یوه ښه لاره ده.

حاجي محمد اسحاق له ټولو خلکو غواړي چې د پولیو لاعلاجه ناروغۍ د مخنیوي په خاطر خپلو کوچنیانو ته واکسین وکړي.

د عامې روغتیا مسئولین وايي چې سږ کال په ټول افغانستان کې تر اوسه د فلج ۱۷ مثبتې پېښې موندل شوي چې اته يی ترې په ننګرهار، یوه يې په کونړ او پاتې نورې يي په هلمند، فراه او زابل کې دي.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG