د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

اې.اين.پي: ګوادر- کاشغر اقتصادي لاره به پر لوېدیځ اړخ جوړوو


پرون سه شنبې په کوټه کې د عوامي نېشنل ګوند پلاویانو د ګوادر- کاشغر تر منځ د جوړېدونکې اقتصادي لارې د لوېدیځ لوري د احتمالي بدلون په ضد يوه ستره احتجاجي مظاهره وکړه چې زرګونو کسانو په کې ګډون کړى وو.

احتجاجي غونډې ته د دې ګوند مشرانو ويلي چې صدراعظم نواز شريف څو ورځې مخکې ويلي چې پر دې اقتصادي لاره به ژر کار پيل شي، خو وايي که پيل نه شي دوى به بيا هم احتجاجونو ته دوام ورکړي.

د سه شنبې په ورځ د عوامي نېشنل ګوند زرګونه پلويان د احتجاج په توګه را وتلي وو او د کوټې ښار پر بېلابېلو سړکونو يې لاريون وکړ چې په لاسونو کې يې شعارپاڼې را اخيستې وې او پرې ليکلي يې وو چې د ګوادر- کاشغر تر منځ د جوړېدونکې اقتصادي لارې لوېدیځ لورى دى بدلېږي چې د بلوچستان له پښتني سيمو به تر ګوادره جوړېږي.

احتجاجي غونډې ته د دې ګوند د کلا عبدالله خان سيمې يوه مشر عثمان کاکوزي وويل، که اسلام اباد غواړي چې د ګوادر- کاشغر اقتصادي لارې د پنجاب له لارې وغځوي، نو دوى به يې په وړاندې د کالاباغ برېښنا بند په شان ټینګ و درېږي.

ښاغلي کاکوزي زیاته کړه:

"څو چې د عوامي نېشنل ګوند کارکوونکي ژوندي وي چې څنګه يې کالاباغ ډېم له خولې درڅخه واچاوه، همدا رنګه به که خداى کول پر لوېدیځ اړخ ګوادر- کاشغر لاره جوړېږي او دغه د سره بيرغ پيروان به يې پر ختيځ اړخ د جوړېدو مخنيوى کوي."

له کچلاغ سيمې راغلي د عوامي نېشنل ګوند يوه بل مشر نظام الدين کاکړ وويل، د پاکستان له جوړېدو راهيسې د بلوچستان، قبايلي سيمو او خيبرپښتونخوا خلک په تعليمي او اقتصادي لحاظ د سياسي پلان له مخې وروسته پاته ساتل شوي دي، چې وايي د پنجاب واکمن يې وسايل لوټ کړي.

د ده په وينا د ګوادر- کاشغر اقتصادي لاره يواځينۍ هيله ده چې د دغو ايالتونو خلک په اقتصادي لحاظ په پښو درولاى شي.

ښالي کاکړ زیاته کړه:

"موږ په دې خپه يو چې تاسې د ګوادر- کاشغر اقتصادي لاره پر مشرقي اړخ جوړوئ، موږ د دې غندنه کوو، موږ وايو چې کومه زړه پاليسي جوړه شوې وه له هغه سره سم دې پر لوېدیځ اړخ جوړه شي.

د بلوچستان، قبايلي سيمو او پښتونخوا خلک به ترڅو دوى پسمانده ساتل غواړي؟"

د عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر اصغر خان اڅکزي احتجاجي غونډې ته په وينا کې وويل، سره له دې چې ګوند يې اوس نه په مرکزي او نه د پښتونخوا او بلوچستان په ايالتي حکومتونو کې شامل دى، خو وايي تل يې د خپلې خاورې او ولس د ګټې لپاره غږ پورته کړى، نوموړى وايي د دوى احتجاجونو د پاکستان مرکزي حکومت اړ کړ، چې صدراعظم نواز شريف څو ورځې وړاندې پر لوېدیځ اړخ د ګوادرــ کاشغر اقتصادي لارې د جوړېدو اعلاميه خپره کړه:

"څلور ورځې وړاندې د اسفنديار ولي خان او نوازشريف په ليدنه کې نوازشريف ورته ژمنه ورکړې وه چې زه به اعلان وکړم، خو اسنفديار ولي خان ورته ويلي وو چې اعلانونه تاسې په خوا هم کړي دي، تاسې ژمنې له ولي خان سره هم د پښتونخوا ايالت د نامه ژمنې کړې دي، خو زموږ قوم پر تاسې باور بايللى دى، ته که ژمنه پالل غواړې، نو اعلاميه به خپروې، چې د ګوادر- کاشغر اقتصادي لاره به پر لوېدیځ اړخ جوړېږي، دا هغه اعلاميه ده چې نوازشريف وړمه ورځ د صدراعظم له دفتره خپره کړې ده."

د يادونې وړ ده چې د ګوادر- کاشغر د اقتصادي لارې د لوېدیځ لوري پر احتمالي بدلون عوامي نېشنل ګوند، جمعيت علماى اسلام او پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکې هم اندېښنې څرګندې کړې وې، خو د پاکستان مرکزي حکومت په وار- وار ويلي، چې دغه اقتصادي لاره به لومړى پر لوېدیځ اړخ جوړېږي، چې د بلوچستان له پښتني سيمو به تېرېږي.

د عوامي نېشنل ګوند مشرانو هوډ وکړ، چې تر هغه وخته به ارام کښېنني، چې تر څو د دغې اقتصادي لارې کار پر لوېدیځ اړخ پيل شوى نه وي، وايي که مرکزي حکومت ورسره بيا هم په دې کې درغلي وکړي، نو دوى به يې په ضد بيا هم احتجاجونو ته دوام ورکړي.

راپور: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG