د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

امريکايي پوځيانو په هلمند کې بيا پوځي عمليات پيل کړي


د نيويارک ټايمز ورځپاڼې يو راپور وايي، د امريکا ځانګړو ځواکونو د هلمند د کليدي سيمو د ساتنې لپاره په جګړه کې په پټه مرکزي رول خپل کړى دى.

خو د هلمند ولايتي اداره وايي، په دې اړه په رسمي ډول معلومات نه لري چې د امريکا ځانګړي ځواکونه دې په هلمند کې په پوځي عملياتو کې برخه ولري.

راپورونه وايي، په دې وروستيو کې د هلمند زياتې برخې د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته ورغلي دي.

د هلمند چارواکي وايي، په دې ولايت کې يې د ناامنيو د زياتېدو ستونزې له ولسمشر محمد اشرف غني، وزيرانو شورا، امنيت شورا او نورو ادارو سره شريکې کړي، څو د دې ولايت په ځينو برخو کې پوځي عمليات وشي.

د والي وياند وايي، بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کېمپبل هم په دې وروستيو کې په هلمند کې له افغان امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

عمر ځواک ازادي راډيو ته وويل چې والي په کابل کې له عالي رتبه چارواکو سره په کتنه کې د هلمند په ناامنو سيمو کې د پوځي عملياتو د پيل غوښتنه کړې ده.

يوه غربي ډيپلومات نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي د امريکا ځانګړي ځواکونه په هلمند کې له څو اوونيو راهيسې په جګړه کې ښکېل شوي دي.

وروسته له هغې چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې رسماً د جنګي ماموريت د پاى ته رسېدو اعلان وکړ، دا په هلمند کې د امريکا زيات ځواکونه دي چې هلته په جګړه کې ښکېل شوي دي.

مارجه د هلمند يوه ستراتيژيکه ولسوالي ګڼل شوې، چې راپورونه وايي نژدې دى مرکز يې د دولت ضد وسلوالو لاس ته ورشي.

د هلمند د ولايتي شورا مشر حاجي محمد کريم اتل نيويارک ټايمز ته ويلي، د روانې ميلادي مياشتې په لومړيو کې ناټو ځواکونو د مارجې، سنګين ولسواليو او باباجي سيمې په ګډون د هلمند په څو ولسواليو کې درنې هوايي حملې وکړې.

دغه راز په نوزاد ولسوالۍ کې د ناټو او افغان پوځيانو په ګډو عمياتو کې ٦٢ کسان چې وسلوالو طالبانو بنديان کړي وو او په هغوى کې پوليس افسران، سرتېري او ملکيان شامل وو، خوشې شول.

خو د هلمند والي وياند عمر ځواک له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل دوى په رسمي ډول دا معلومات نه لري چې د امريکا ځانګړو ځواکونو يا هم ناټو دې په مارجې کې پوځي عمليات کړي وي.

نيويارک ټايمز ليکي د هلمند زياتې شمالي سيمې د وسلوالو په لاس کې دي، دولت يوازې پر کجکي او سنګين ولسواليو کنټرول لري.

وسله والو طالبانو سږکال پر موسى کلا او نوزاد ولسواليو ولکه ټينګه کړه. خو شمالي ولسوالي باغران تر يوې لسيزې زياته موده د طالبانو په لاس کې ده.

تېره اوونۍ د خانشين ولسوالۍ د سقوط خبر هم ورکړل شو، خو د افغانستان دفاع وزارت وايي افغان قواوو له دې ولسوالۍ تاکتيکي شاتګ کړى دى.

XS
SM
MD
LG