د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې د شنیوارو قومي مشر ملک عثمان په دیره کې د یوه ځان وژونکي برید له امله اووه ویشت تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼۍ وايي، دغه برید په هغو مراسمو کې شوی چې قومي مشر ملک عثمان د دولت وسله والو مخالفینو څخه د خپل زوی د راخلاصیدو په موخه جوړ کړی و.
ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه:
"نن شاوخوا لس نيمې بجې د جلال اباد ښار د دریمې ناحيه اړوند د قومي مشر ملک عثمان په دیره کې د خوښۍ مراسم جوړ شوي و چې دغه مراسم د هغه د زوی د خوښۍ په خاطر جوړ شوي و چې د مخالفينو له منګولو راخلاص شوی و په دې پېښه کې ټول ۱۳ تنه شهیدان شوي او ۱۴ تنه نور زخميان دي."
ملک عثمان چې د ولایتي شورا وکیل عبيد شینواري پلار او د ولسي جرګې غړي عصمت شینواري تره دی خپله هم په زخميانو کې شامل دی:
ښاغلي شینواري زیاته کړه:
"په زخميانو کې خپله ملک عثمان هم شتون لري ولایتي ادارې په دې اړه خواشینی ښکاره کړې ده او ډاکټرانو سره شېبه په شېبه تماس کې دی او همدا راز د ملي اردو الوتکې هم را رسیدلي که زخميان ډيرعاجل وي نوهغه به مرکزته انتقال کړي."
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته په راستولي پيغام کې ویلي چې د ملکي خلکو په منځ کې دغه ترسره شوي برید کې د دوی ملګري لاس نه لري.
تراوسه هیڅ یوې وسله والې ډلې د دې پېښې مسولیت نه دی منلی خو د قربانيانو د کورنۍ غړي وايي، له دې پېښې مخکې د ملک عثمان زوی د تحریک طالبانو سره اته میاشتې بندي و چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې راخلاص شو.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
پخواني:
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د ولایتي شورا د غړي عبید الله شینواري په مېلمستون کې انتحاري حملې ۱۱ تنه وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن سهار څه باندې ۱۰ بجې رامنځته شوې ده.
ښاغلي خوګياڼي زیاته کړه چې انتحاري حمله د داعش وسله والو له خوا د عبید الله شینواري د ورور د خوشې کېدو په مناسبت نیول شوېو مراسمو کې شوې ده.
د عبیدالله شینواري ورور څه موده وړاندې په ننګرهار ولایت کې داعش وسله والو تښتولی وو چې په دې وروستیو کې را خوشې شوی و.
ویل کېږي چې په ټپيانو کې د عبیدالله شینواري پلار ملک عثمان هم شامل دی.
د ننګرهار د عامي روغتیا رییس ډاکتر نجیب کامه وال ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې له ځایه دوی ته ۱۳ مړي او ۱۴ ټپيان ور وړل شوي دي.
تر دا مهاله د پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخستی.