د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

دویمه ۴اړخیزه غونډه له یو لړ پرمختګونو سره پای ته ورسېده


په کابل کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو ترمنځ څلور اړخیزه غونډه له یو لړ پرمختګونو سره پای ته ورسېده.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ګډه خبرپاڼه کې که څه هم د دغو پرمختګونو په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي؛ خو ویل شوي چې ګډونوالو یې پرېکړه وکړه چې درېیمه څلور اړخیزه غونډه به د دلوې په ۱۷ په اسلام آباد کې جوړوي.

خبرپاڼه وایي چې د غونډې ګډونوالو په یوه خوله له وسله والو طالبانو هم وغوښتل چې د ملاتړو هېوادونو په مرسته ژر تر ژره له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.

د خبرپاڼې په اساس په نننۍ غونډه کې یو ځل بیا په دې ټینګار شوی چې تروریزم سیمې ته یو ګواښ دی او د ټولو هېوادونو استازو پرېکړه کړې چې په خپله خاوره کې به له دې پدېدې سره له توپیر پرته مبارزه کوي.

د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو دویمه غونډه د دوشنبې غرمه مهال په افغانستان کې پیل شوه چې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو مرستیالانو؛ د چین ځانګړي استازي او په کابل کې د امریکا سفیر برخه په کې درلوده.

تراوسه طالبانو د دغې غونډې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د ولسي جرګې مرستیال نذیر احمدزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د وسله والو طالبانو یوشمېر کړیو له افغان حکومت سره د سولې د خبرو په اړه تماس نیولی دی.

XS
SM
MD
LG