د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

پر باچا خان پوهنتون برید د ٢٠کسانو او ٤ترهګرو په وژنې پاى ته ورسېد


د خيبر پښتونخوا په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون وسله وال بريد پاى ته رسېدلى او د چارواکيو په وينا؛ په دغه بريد کې د ياد پوهنتون د زده کوونکو په ګډون ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امنيتي چارواکي وايي، چې يوه ډله ترهګر د چهارشنبې په ورځ سهار د پوهنتون د ودانۍ د شا له خوا پر باچا خان پوهنتون بريد وکړ او د پوهنتون ودانۍ ته تر ننوتلو وروسته يې ناتاره ډزې پيل کړې.

د خيبر پښتونخوا د واکمن تحريک انصاف ګوند غړي او پخواني وزير شوکت يوسفزي د باچا خان پوهنتون نه بهر رسنيو ته وويل چې د لومړنيو راپورونو له مخې تر دې دمه په دغه وسله وال بريد کې د زده کوونکو او د ياد پوهنتون د کیمیا ډيپارټمنټ د مشر په ګډون لږ تر لږه ٢٠ کسان وژل شوي او تر ۴٠ زيات ټپيان دي.

نوموړي دا بريد په قبايلي سيمو کې د روانو پوځي عملياتو غبرګون وباله او ويې ويل:

" کله چې سهار ٩ بجې دوى بريد وکړ؛ نو هغه وخت لړه ډېره زياته وه. دا بريدګر چې کله پوهنتون ته دننه شوي؛ نو لومړى يې پر چوکيدار ډزې کړي او بيا د هاسټل پر لور ورغلي دي.

د لومړنيو راپورونو له مخې تر دې دمه په دې بريد کې ٢٠ کسان مړه او تر ٤٠ زيات ټپيان دي. لکه څنګه چې تاسو ته پته ده چې د ترهګرو پرضد ضرب عضب پوځي عمليات روان دي؛ نو ظاهره ده چې د دې به غبرګون وي او دا بريد هم د دغو عملياتو غبرګون دى."

ويل کېږي چې پر پوهنتون د بريد پر مهال په باچا خان پوهنتون کې سلګونه زده کوونکي موجود وو.

له بلې خوا د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه پر خپلې ټويټر پاڼه ليکلي چې امنيتي ځواکونه تر بريد وروسته په چټکۍ د بريد ځاى ته ورسېدل او له ترهګرو سره يې نښته پيل کړه چې په نتيجه کې يې ټول ٤ بريدګر ترهګر ووژل شول.

چارواکي وايي چې د خيبر پښتونخوا په ټولو دولتي روغتونونو کې يې ايمرجنسي لګولې او د بريد ټپيان يې د چارسدې؛ مردان او پېښور روغتونونو ته لېږدولي دي.

ترهګرو په داسې وخت کې په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون بريد وکړ چې په ياد پوهنتون کې د باچا خان بابا د ٢٨ تلين په مناسبت "امن" مشاعره او انځوريز نندارتون جوړ شوى و چې لسګونو شاعرانو او مېلمنو ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

د باچا خان پوهنتون د پښتو ډيپارټمنټ مشر پروفيسر زبير حسرت له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې څه موده مخکې ورته پر پوهنتون د بريد په اړه خبردارى ورکړل شوى و؛ خو بيا وروسته حالات بېرته نارمل شول:

"مخکې خو چېرته دا اوازه خوره شوې وه چې طالبان به راځي او حمله بۀ کوي او موږ بيا سيکوريټي الرټ کړې وه؛ خو بيا خبره رفع دفع شوه. اوس ناڅاپه دا حمله وشوه چې نن د باچا خان ٢٨ تلين دى او موږ په کې مشاعره جوړه کړې وه او د ارباب حمدالله د تصويرانو نمايش هم و. په دې لړ کې موږ ٢٠ شاعرانو ته بلنه ورکړې وه؛ خو لا مشاعره شروع نه وه، نو ځکه شاعران او موږ محفوظ يو."

د خير پښتونخوا په چارسدې کې پر باچا خان پوهنتون دا بريد په داسې وخت کې شوى چې څو ورځې وړاندې په پېښور او شاوخوا سيمو کې پر ښوونځیو او پوهنتونونو د بريدونو د خبرداري له امله د ښار ټول ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي وو.

د خيبر پښتونخوا حکومت پر ياد پوهنتون تر بريد وروسته په مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون ټولې څانګې او ځينې نورې تعليمي ادارې تر نامعلومې مودې پورې تړلي دي.

په چارسدې کې پر باچا خان پوهنتون وسله وال بريد په ٢٠١٤م کال کې په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي تر بريد وروسته د خپل ډول دويمه پېښه ده چې وسله وال په کې په خيبر پښتونخوا کې تعليمي ادارې او زده کوونکي په نښه کوي.

صدراعظم شريف او د عوامي نېشنل ګوند د چاراکيو په ګډون د پاکستان د سياسي و مذهبي ګوندونو مشرانو پر باچا خان پوهنتون بريد غندلى؛ دا يې د ترهګرو ناوړه ګام بللى او عوامي نېشنل ګوند د بريد په غبرګون کې لس ورځنى ماتم اعلان کړى دى.

د يادونې وړ ده چې د سيمه ييزو رسنيو د راپورنو له مخې؛ پر باچا خان پوهنتون د بريد مسووليت د تحريک طالبان وسله والې ډلې منلى دى.

راپور: ذبيح مومند

پخواني:

د پاکستان پولیس وايي، په چهارسده کې د پاچاخان پر پوهنتون حمله پای ته ورسیده.

د پولیسو په وینا، په حمله کې د محصلینو او استادانو په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي او یو شمېر نور زخمیان شوي دي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف نن د پولیسو د عملیاتو تر پای ته رسیدو وروسته په اعلامیه کې وویل چې حکومت به یې د تروریستانو ځالې وباسي.

د سیمې د پولیسو یوه مشر سعید وزیر وویل چې وسله والو کسانو د محصلینو په لیلیه کې پر هلکانو ډزې کړې وې او زیات کسان په کې وژل شوي دي.

د دې پوهنتون یوه استاد فضل رحیم مروت نن ازادي راډیو ته وویل چې په پاچاخان پوهنتون کې لږ تر لږه ۳۰۰۰ محصیلن زده کړې کوي او ۶۰۰ ښوونکي او کارکوونکي لري.

پخواني:

وسله والو د خېبر پښتونخوا په چارسده ښارګوټي کې پر باچا خان پوهنتون وسله وال بريد کړى او په پوهنتون کې دا مهال د امنيتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ نښته روانه ده.

سيمه ييزې رسنۍ وايي چې يوه ډله ترهګر د چهارشنبې په ورځ سهار د ودانۍ د شا له خوا پر باچا خان پوهنتون بريد وکړ او د پوهنتوت ودانۍ ته تر ننوتلو وروسته يې ناتاره ډزې پيل کړې.

د خېبر پښتونخوا د واکمن ګوند غړي او د دې صوبې پخواني وزير شوکت يوسفزي په باچا خان پوهنتون نه بهر رسنيو ته وويل چې د لومړنيو راپورونو له مخې تر دې دمه پر پوهنتون په وسله وال بريد کې د ياد پوهنتون د کيمسټرۍ ډيپارټمنټ د مشر ډاکټر حامد په ګډون لږ تر لږه ٢٠ کسان وژل شوي او تر ٥٠ زيات ټپيان دي.

ويل کېږي چې پر پوهنتون د بريد پر مهال په باچا خان پوهنتون کې سلګونه زده کوونکي موجود وو.

ترهګرو په داسې وخت کې په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون بريد کړى چې په ياد پوهنتون کې د باچا خان بابا د تلين په مناسبت يوه مشاعره او انځوريز نندارتون جوړ شوى و چې لسګونو شاعرانو او مېلمنو ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم باجوه پر خپلې ټويټر پاڼه ليکلي چې امنيتي ځواکونو د بريد ځاى ته رسېدلي دي، له ترهګرو سره يې نښته روانه ده او په خبره يې چې امنيتي ځواکونو تر دې دمه ٤ ترهګر وژلي دي.

د باجوه په خبره، د پوهنتون په ودانۍ کې يې ترهګر يوه ګوټ ته راايسار کړي، په پوهنتون کې دننه تلاشي عمليات روان دي او د ودانۍ ډېره برخه يې پاکه کړې ده.

د باچا خان پوهنتون د پښتو څانګې مشر پروفيسر زبير حسرت له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې څه موده مخکې ورته پر پوهنتون د بريد په اړه ګواښ شوى وو خو بيا وروسته حالات بېرته نارمل شوي وو.

د خېبر پښتونخوا امنيتي چارواکي وايي چې د خېبر پښتونخوا په ټولو دولتي هسپتالونو کې يې ايمرجنسي لګولې او د بريد ټپيان يې د چارسدې، مردان او پېښور روغتونونو ته لېږدولي دي.

پخواني:

وسله والو د خېبر پښتونخوا په چارسده ښارګوټي کې پر باچا خان پوهنتون وسله وال بريد کړى او په پوهنتون کې دا مهال د امنيتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ نښته روانه ده.

سيمه ييزې رسنۍ وايي چې ترهګر نن سهار وختي د شا له خوا پر باچا خان پوهنتون بريد کړى.

د باچا خان پوهنتون د پښتو څانګې مشر زبير حسرت له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې څه موده مخکې ورته پر پوهنتون د بريد په اړه ګواښ شوى وو خو بيا وروسته حالات بېرته نارمل شوي وو.

نوموړي همدا راز وويل چې نن په يادې پوهنتون کې د باچا خان بابا د تلين په مناسبت يو پروګرام جوړ شوى و چې سلګونو خلکو ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

ويل کېږي چې د بريد پر مهال په باچا خان پوهنتون کې سلګونه زده کوونکي موجود دي. تر دې دمه لا په دغه بريد کې د مرګ ژوبلې په اړه څۀ نه دي ويل شوي.

د پاکستان امنيتي ځواکونو د بريد ځاى ته رسېدلي دي او له ترهګرو سره يې نښته روانه ده.

تر اوسه دا کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دى منلى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG