د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

باجوه: د باچا خان پوهنتون د حمله کوونکو په اړه معلومات ترلاسه شوي


د پاکستان پوځي مقامات وايي چې د هغو بريدګرو د پېژندنې په لړ کې پرمختګ شوى او په اړه يې، مهم معلومات ترلاسه کړي چې د خيبر پښتونخوا په چارسده کې يې پر باچا خان پوهنتون په بريد کې لاس درلود.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو د چهارشنبې په ورځ په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون خونړى وسله وال بريد وکړ چې د زده کوونکو په ګډون په کې لږترلږه ٢١ کسان مړه او١١ ټپيان شول.

د پوځ وياند جنرال سليم باجوه په همدې ورځ ناوخته په پېښور کې يوې خبري غونډې ته د بريد په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وويل چې د بريدګرو په اړه يې کافي معلومات ترلاسه کړي، خو په دې اړه يې له نورو تفصيلاتو ورکولو ډډه وکړه.

د باجوه په خبره، په دغه بريد کې ٤ ترهګرو برخه لرله چې امنيتي ځواکونو د بريد ځاى ته تر رسېدو وروسته ووژل.

نوموړي زياته کړه، ترهګرو د بريد پر مهال له خپلو ملګرو سره ټليفوني اړيکي لرلې چې دوى معلومې کړي او همداراز يې د پېښې په ځاى کې د ترهګرو دوه موبايلونه هم موندلي دي.

ښاغلي باجوه پر باچا خان پوهنتون د بريدګرو د پېژندنې او لومړنيو تحقيقاتو په اړه وويل:

"دا بريدګر څوک وو؟ له کوم ځايه راغلي وو؟ دوى چا بريد ته تيار او سپورټ کړي وو؟ چا رالېږلي او چا دلته رارسولي وو؟ په دې اړه مو کافي معلومات ترلاسه کړي. لکه څنګه چې دا ډېر حساس معلومات دي، نو په دې اړه کار روان دى او څنګه چې نور معلومات ترلاسه کېږي، له تاسو سره به يې خامخا شريکوو."

باجوه زياته کړه، که څه هم د پېښور په شاوخوا سيمو کې د ترهګرو د مرستندويانو او سهولت کارانو پرضد له ډېرې مودې راهيسې عمليات روان دي، خو پر باچا خان پوهنتون تر بريد وروسته دا لړۍ تېزه شوې او د هغو خلکو پرضد عمليات پيل شوي چې په دې بريد کې يې په يو نه يو ډول لاس درلود.

سليم باجوه همداشان خبري غونډې ته په شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو يادونه وګړه او ويې ويل، که څه هم په دې عملياتو کې موږ ډېرې کاميابۍ ترلاسه کړي او د ترهګرو مرکزونه مو له منځه وړي، خو بيا هم موږ دا مهال د جنګ په حالت کې يو.

ښاغلي باجوه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ترهګر ولې تعليمي ادارې په نښه کوي؟ وويل، ترهګر تر ځپلو وروسته هڅه کوي چې اسانه هدف په نښه کړي او زياته يې کړه، ترهګر غواړي د تعليمي ادارو په نښه کولو د پرمختللي پاکستان مخه ونيسي.

په چارسدې کې پر باچا خان پوهنتون وسله وال بريد په ٢٠١٤میلادي کال کې په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي تر بريد وروسته د خپل ډول دويمه پېښه ده چې وسله وال په کې په خيبر پښتونخوا کې تعليمي اداره او زده کوونکي په نښه کوي.

ترهګرو په داسې وخت کې پر باچا خان پوهنتون بريد وکړ چې په ياد پوهنتون کې د باچا خان بابا د ٢٨ تلين په مناسبت"امن"مشاعره او انځوريز نندارتون جوړ شوى و چې لسګونو کسانو ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

د يادنې وړ ده چې د خيبر پښتونخوا حکومت پر ياد پوهنتون تر بريد وروسته په مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون ټولې څانګې او ځينې نورې تعليمي ادارې تر نامعلومې مودې پورې تړلي دي.

راپور:ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG