د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

څېړنه: د نارینتوب اوسنی تعریف جنسیتي تاوتریخوالی رامنځته کړی


په افغانستان کې نارینه او د نارینتوب تر عنوان لاندې یوه څیړنه ښيي چې د نارینتوب اوسني تعریف په دغه هېواد کې جنسیتي تاوتریخوالی رامنځته کړی دی.

د افغانستان د څيړنې او ارزونې د واحد دا څيړنه چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه دا ښيي چې څنګه د نارینه وو لیدلوری، انګیرنې او کړنې د ټولنیزو باورونو تر اغیز لاندې راځي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې څیړنیز مسولین وايي چې په افغانسان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په یوه امر بدل شوی چې باید د مخنیوي لپاره یې هڅې پراخې شي.

د افغانستان د څیړنې او ارزونې واحد یوه نوې څیړنه ښيي چې په دغه هېواد کې د نارینه وو د برتری په اړه باورنه د کور دننه او بهر هر چیرې محسوس دي.

دا څیړنه په افغانستان کې د نارینه او نارینتوب ځانګړتیاوو تر نامه لاندې په افغانستان کې د نارینتوب مفهوم له مخې د جنسیتي نا برابری په هدف شوې ده.

د افغانستان د څیړنې او ارزونې د واحد تحقیق څیړونکي مهدي موسوي د پنجشنبې په ورځ د دې راپور د خپرېدو په وخت کې وویل چې په افغانستان کې د نارینه وو اوسني تعریف په دغه هېواد کې جنسیتي تاوتریخوالی رامنځته کړی دی.

ښاغلي موسوي زیاته کړه:

"د نارینتوب خصوصیات په افغاني ټولنه کې زموږ د موندنو له مخې هغه تعریف دی چې جنسیتي تاوتریخوالی منځته راوړي او تعریف چې له نارینتوبه شوی هغه تاوتریخوالی دی چې د سړېو له خوا په کورونو کې د ښځو او نجونو په وړاندې کارول کیږي."

دا څیړنه په ننګرهار، تخار، بامیان او کابل ولایتونو کې د خلکو سره د جنسیتي لیدلوري ارزونې لپاره د یوه کال په موده کې شوي ده.

دا څيړنه ښيي چې ډيری ځواب ورکونکي په دې باور دي چې د ښځو په وړاندې د سړېو تاوتریخوالی په دغه هېواد کې د اندیښنې وړ دی.

په همدې ډول په دغې څيړنه کې ځينو مرکه کوونکو ویلي په هغه صورت کې چې ښځې د سړېو له امرونو سرغړونه کوي باید ووهل شي.

د نارینه خصوصیاتو د څرنګوالي په اړه دا څیړنه داسې وخت خپریږي چې په فاریاب ولایت کې تازه یو سړي د خپلې ښځې پزه پرې کړې ده.

له دې سره په افغانستان کې د سویډن کمېټې د څیړنو د برخې مسوله وايي چې دلته د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی یو معول ګرځیدلای دی.

چونا اچاوس چې د دغې څیړنې د خپریدو په وخت کې حاضره وه رسنیو ته وویل چې دا ډول حالات د اندیښنې وړ دي:

"ان تعلیم لرونکي خلک دا وايي چې د ښځو او ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی یو قبول شوی کار دی او دا هغه څه دي چې د مخنیوي لپاره یې باید ټول هڅه وکړو، ځکه چې دا وضعیت نور د قبلولو وړ نه دی چې په دوی دې دا ډول تاوتریخوالی تر سره شي."

د افغانستان د څیړنې او اروزونې واحد وړاندیز کوي چې د ډیرو دا ډول مسایلو د حل په خاطر باید عامه پوهاوی زیات شي.

دا بنسټ په دې برخه کې د دیني عالمانو رول تر ټولو مهم ګڼي وايي چې د جنسیتي تاوتریخوالي د ختمولو لپاره باید دوی خپل مکلفیت ادا کړي.

XS
SM
MD
LG