د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

پاکستان د پکتیکا پر انګور اډې خېټه واچوله


د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په انګور اډه کې د پاکستاني تاسیساتو جوړولو؛ د سیمې عام خلک او په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازی اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، پاکستاني پوځیانو له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د ډیورند د کرښې پر اوږدو د تاسیساتو جوړول پیل کړي وو او اوسمهال یې د انګورو په اډه کې بنیادي دروازه جوړه کړې ده.

پاکستان د ډیورند د کرښې پر اوږدو د تاسیساتو جوړول پیل کړي وو:

په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازي نادرخان کټوازي ازادي راډیو ته وویل؛ د سیمې قومونو ډېرځلې د پاکستاني پوځیانو د پرمختګ مخه ونیوله؛ خو د حکومت د نه پاملرنې له امله؛ د ډیورند کرښه په اصلي ځای پاتې نه شوه او د انګور اډې ډېره برخه پاکستاني پوځیانو لاندې کړه.

ښاغلي کټوازي زیاته کړه:

"په تاریخي لحاظ د انګورو اډه د افغانستان خاوره ده؛ خو د مجاهدینو په وخت کې د جنګونو له امله دا کرښه په خپل ځای پاتې نه شوه او پاکستان پوځیان په کې رامخته شول؛ تاسیسات یې جوړکړل او د اعتراضونو باوجود، سیمه د هغو په ولکه کې ولوېده. حکومت باید په دې برخه کې جدي اقدام وکړي."

د سیمې خلک هم وايي، د پاکستاني تاسیساتو د دروازې له جوړېدو سره د سیمې خلک د انګور اډې ته چې پلرنۍ سیمه یې ده؛ په ازاده توګه نه شي ورتللي.

نادرخان کټوازي ازادي راډیو ته وویل؛ د سیمې قومونو ډېرځلې د پاکستاني پوځیانو د پرمختګ مخه ونیوله
نادرخان کټوازي ازادي راډیو ته وویل؛ د سیمې قومونو ډېرځلې د پاکستاني پوځیانو د پرمختګ مخه ونیوله

د سیمې یوتن اوسیدونکي نقیب الله ازادي رادیو ته وویل:

"هغو تاسیسات یې بشپړ کړل، خلک انګوراډې ته تګ راتګ کوي؛ خو پاکستاني پوځیان یې اسناد چک کوي. دلته اوس پاکستاني پوځیان ولاړدي."

په دې اړه راپورونه وايي چې څه کم دوه کاله د مخه په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو د مخنیوي په مقصد؛ د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني پوځیانو په نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

په دې نښتو کې د نجیب په نامه د افغان پوځ یو سرتیری هم وژل شوی و.

د افغان د سرحدي ځواکونو مسوولینو څه موده مخکې ازادي راډیو ته ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د ډیورند کرښه کره څېړلو ته اړتیا لري.

د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو وزارت وايي؛ حکومت هڅې پیل کړي چې له پاکستان سره د ډیورند د کرښې ستونزې له ډیپلوماټیکو لارو څخه اوارې کړي.

د دې وزارت مرستیال ننګیالي قلاتوال ازادي راډیو ته وویل:

"دېرش کلن جنګ افغانستان ته په مختلفو برخو کې ستونزې پیښې کړي دي؛ د برمل ولسوالۍ د انګورو اډه هم یوه له دغه ستونزو څخه ده؛ دلته پوله خوځېدلې ښکاري؛ خو هڅې روانې دي چې دا ستونزه د هېوادونو ترمینځ د ګاونډیتوب د اصولو په پام کې نیولو سره په معقوله توګه اواره شي."

یوازې د برمل ولسوالۍ د انګور اډه نه ده چې پاکستاني پوځیان په کې رامخته شوي بلکې دوه کاله د مخه پاکستاني پوځیانو د ننګرهار ولایت د ګوشتې په سیمه کې هم تاسیسات جوړکړي دي.

د سرحدي سیمو اوسېدونکي وايي؛ په اکثرو دغو سیمو کې پاکستاني پوځیانو د ډیورند کرښه په اصلي ځای نه ده پرې ایښې او د ځان په ګټه یې بې ځایه کړې ده.

دوی وايي، که حکومت دې ستونزې ته تدابیر ونه نیسي؛ ډېرې سرحدي سیمې به له ورته ستونزو سره مخ شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG