د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

"د ولسي جرګې وکیله هما سلطاني باید ونیول شي"


د ولسي جرګې غړې هما سلطاني
د ولسي جرګې غړې هما سلطاني

د افغانستان د راډیوګانو او ټلویزیونونو ټولنه وايي؛ د ملي شورا هغه غړي چې له طالبانو ملاتړ کوي؛ په تروریستانو کې شمېرل کېږي.

د ولسي جرګې د غړې هما سلطاني د څرګندونو له خپرېدو وروسته؛ دغه ټولنه له امنیتي ارګانونو غواړي چې ژرتر ژره دې دغه وکیله ونیسي.

د افغانستان د راډیوګانو او ټلویزیونونو د ټولنې اجرايي ريیس احمد کمیل د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل؛ د هما سلطاني څرګندونې د خطر د زنګ حیثیت لري او دوی یې په هکله امنیتي ارګانونو ته رسمي مکتوبونو استولي دي:

"موږ تېره ورځ د خبري رسنیو د فدراسیون له لوري رسمي مکتوب د ملي امنیت ریاست او کاپې مو یې ملي شورا او لویې څارنوالۍ ته لېږلي دي؛ څو دغه بې مسوولیته وکیله چې د ملي شورا له ادرسه، په ټولنیزو رسنیو کې څرګندونې کوي؛ ژر ترژره ونیسي. موږ ته د دې ډول وکیلانو او تروریستانو موقف یو شان دی."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ځینو رسنیو د ولسي جرګې د غړي هما سلطاني له قوله راپور ورکړی چې نوموړې د طلوع ټلویزیون پر کارکوونکو له مرګوني بریده ملاتړ کړی او د پېښې وژل شویو کسانو ته یې مردار ویلي دي.

سربېره پردې هما سلطاني څه موده مخکې دا هم ویلې وو چې د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر د دوی په کور کې دی.

هڅه مو وکړه په دې اړه د هما سلطاني نظر ولرو؛ خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې دوم مرستیال نذیر احمد احمدزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ولسي جرګې د دې غړې څرګندونې وغندلې؛ خو ویې ویل څېړنې روانې دي چې ایا دا څرګندونې د هما سلطاني دي او که نه؟

"لومړی خو دا څرګندونې په سختو الفاظو ردوو؛ یو وکیل ته نه ده په کار چې داسې خبرې وکړي؛ قانون له ټولو پورته دی، د یو وکیل مسوولیت په قانون کې معلوم دی؛ دا سې نه چې خدای مه کړه خپل دولت او قواوې تر پوښتنې لاندې راولي او دښمن ته کمپاین وکړي."

بل خوا لویې څارنوالۍ په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

پخوا تردې امنیتي مسوولینو د چارواکو او د ملي شورا د غړو د څرګندونو په هکله ویلي چې که دا ډول ادعاګانې ثابتې نه شي له ادعا کوونکي سره به، قانوني چلند وشي.

د سیاسي چارو پوه عزت الله بری له حکومته غواړي چې د هرې هغې څرګندونې مخه دې ونیسي چې د عامه ذهنونو د خرابوالی سبب کیږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG