د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۳

روحاني: امریکايي شرکتونه دې په ایران کې پانګونه وکړي


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر امریکایې شرکتونو ته بلنه ورکړې چې د ایران د بدلیدونکي اقتصاد په برخه کې پانګونه وکړي.

ولسمشرحسن روحاني پرون ویلي چې ایران هڅه کوي پر تیلو خپله اقتصادي اتکا کمه کړي.

ښاغلي روحاني دا خبرې د ایران له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې کړې دي.

ایران چې پر دغه هېواد د نړېوالو اقتصادي بندیزونو له لېرې کېدو وروسته هڅه کوي بهرنیو پانګونو ته لار پرانیزي، وایې د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره په ایران کې د امریکایي شرکتونو له پانګونې سره ستونزه نه لري.

ولسمشر حسن روحاني چې د سې شنبې په ورځ یې د ایران دولتي ټلویزیون سره خبرې کولې وویل، د اقتصادي بندیزونو په لېرې کیدو سره به ایران په راتلونکي کې په یوه تولیدونکي او صادروونکي هېواد بدل شي او پر تیلو به د دغه هېواد اقتصادي اتکا راکمه شي.

پرتهران د نړېوالو اقتصادي بندیزونو تر لېرې کیدو وروسته یو شمېربهرني شرکتونه په چټکۍ سره اقدام کړی او غواړي هغه تولیدي او اقتصادي نیمګړتیاوې چې په ایران کې شته ډکې کړي، خو لا تر اوسه هم ډیری قراردادونه نه دي لاسلیک شوي.

بل خوا امریکایي شرکتونه لا تر اوسه په دې برخه کې نه دې رامخته شوي.

ولسمشر روحاني وایي، که امریکایي شرکتونه وغواړي ایران ته ورشي او هلته تولیدي فابریکې جوړې کړي، تهران ستونزه نه لري.

ایران اوس غواړي د خپلو تیلو صادرات ډیر کړي خو په تېرو اتلسو میاشتو کې د تیلو بیې په راټیټیدو سره د د تیلو صادروونکو او تولیدوونکو هېوادونو اقتصاد سخته ضربه ولیدله.

د ایران ولسمشر وایي:

"اوس اوس د تیلو بیو په رالوېدو سره پر موږ ډیر فشار راغلی دی. سره له دې بیې د ټیټوالي موږ باید نورو فرصتونو ته هم وګورو."

روحاني زیاتوي د تورېزم یا ګرځندوې پیاوړتیا کولای شي د دغه هېواد اقتصاد ته ۸ فیصده وده ورکړي چې په هغه صورت کې به د ده په خبره د بې کارۍ کچه هم راټیټه شي.

خو ولسمشرپه ټینګار سره وایي چې په اقتصادي برخه کې بریالیتوب ته د رسیدو لپاره په هغه هېواد کې اصلاحاتو ته اړتیا شته.

XS
SM
MD
LG