د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۸

راحيل: بلوچستان کې د ترهګرو بهرنى ملاتړ او کورنۍ مرسته کېږي


د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف
د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف

د پاکستان د پوځ لوى درستيز پرون په کوټه کې يوه سېمينار ته په وينا کې ويلي چې بهرنۍ لاسوهنه د بلوچستان مسايل پېچلي کړي دي.

نوموړي ويلي چې په بلوچستان کې له ترهګرو سره له بهره مالي ملاتړ او په کوردننه ورسره مرسته کېږي.

په کوټه کې د سولې او ثبات تر سرليک لاندې دوه ورځنى سېمينار وشو چې پرون يې دويمه او وروستۍ ورځ وه.

د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف هم دې سېمينار ته راغلى وو، ده په بلوچستان کې تېرې لس کلنې جګړې ته په پام سره په دې ايالت کې بې وزلي، بې کاري او د تعليم او روغتيا د اسانتياوو نشتوالى د ناامنۍ ستر علت وباله.

جنرال شريف زياته کړه چې بېلابېلو سياسي ګټو او مصلحتونو د دې ايالت ستونزې ډېرې پېچلې کړې دي چې وايي، څرک يې له شخصي ګټو نيولې تر جغرافيايي ستراتيژيکو طرحو پورې د ټولنيزو، اقتصادي، نسلي او فرقه ييزو توپيرونو په هڅو کې ليدل کېږي.

لوى درستيز وويل چې بهرني مخالفين يې په ډېره تنده ورانکارو او وسله والو ته د پناه، روزنې او مالي ملاتړ په ورکولو سره د پاکستان د نارامه کوله فرصت له لاسه نه ورکوي چې وايي، له امله يې بلوچستان اوس د بېلابېلو قوتونو له خوا د سيمه ييزو او نړېوالو مهمو ستراتيژيو لپاره د نيابتي جګړو په مرکز بدل شوى دى، وايي هېواد يې ټول د دغو نيابتي جګړو له خطر سره مخامخ دى، خو پوځ به يې تر هغه مهاله جنګېږي چې د بلوچستان په هره برخه کې يې بشپړ امنيت ټينګ کړى نه وي.

جنرال راحيل شريف وويل چې په بلوچستان کې له ترهګرو سره له بهره مالي ملاتړ او په کور دننه ورسره مرسته کېږي، خو وايي امنيتي سرتېرو يې د ورانکارو په ضد د ٢٠١٤میلادي کال له اګست مياشتې په بلوچستان کې شاوخوا ٢٤٠٠ عمليات کړي دي، چي وايي، ٢٠٤ تنو امنيتي سرتېرو يې په کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

په کوټه او چارسده کې د ترهګرۍ وروستيو پېښو ته په اشارې سره جنرال راحيل شريف وويل چې په شمالي وزيرستان کې د ترهګرو په ضد د ضربِ عزب عمليات د پاکستان د خلکو په ملاتړ کېږي او وايي چې دا به د ترهګرۍ له بشپړ ځپلو سره يوه منطقي انجام ته رسېږي.

ده زياته کړه چې د پوځ سرتېري يې د هېواد په هره برخه کې د ترهګرو او د هغوى د پناه ځايونو د له منځه وړلو لپاره را وتلي دي.

راحيل شريف وويل چې که څه هم له زوره کار اخيستل کومه ګټه نه لري، خو وايي د بشپړې سولې او ارامۍ لپاره اړ دي چې له وسله والو سره و جنګېږي.

ده زياته کړه چې په بلوچستان کې وخت په وخت ايالتي او مرکزي حکومتونو له وسله والو سره د مفاهمت تګ لاره خپله کړې ده، وايي که څه هم په دې برخه کې کېدونکې هڅې کافي نه دي، خو وايي هغوى په دې برخه کې کره ګامونه اخيستي دي.

د يادونې وړ ده چې کوټه ښار پخوا په کوچني لندن يا په کوچني پاريس هم مشهور وو، خو د پاکستان د پوځ لوى دستيز- چې په همدې ښار کې زوکړى دى- وويل چې د تشدد، کرکې او ترهې سياستونو د دې ښار او د دې ايالت بڼه بدله کړې ده، وايي اړتيا ده چې د بلوچستان او کوټې ښار د امنيت په ټينګښت کې بشپړې هڅې وشي او يو ځل بيا دغه ښار د سولې په مرکز بدل کړي چې بهرني سيلانيان يې د پخوا غوندې سيل ته را مات شي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG