د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

په پېښور کې د "دا شېبې به شي يادونه" کتاب مخکتنه وشوه


د دوشنبې په ورځ د پېښور په سپرينګ ناېټ هال کې د پښتو ژبې د نوموتي شاعر ډاکټر ذبيح الله حسن د پېنځمې شعري ټولکې (دا شېبې به شي يادونه) د مخکتنې غونډه وشوه چې لسګونو کسانو پکې برخه اخيستې وه.

دغه غونډه چې په پېښور کې د افغان ادبي بهير له خوا جوړه شوې وه، د لرې او برې خېبر پښتونخوا پر شاعرانو او ليکوالو سربېره په کې د پېښور د بېلابېلو پوهنتونونو افغان او ځايي زده کوونکو او همداشان د پښتو شعر ګڼو مينه والو ګډون کړى و.

د غونډې ځينو ګډونوالو د ذبيح الله حسن د شعر، په ځانګړې توګه د هغه د نوي چاپ شوي کتاب په اړه مقالې ولوستې او ځينو بيا د ښاغلي حسن يو شمېر غزلې او نظمونه د ترنم له خوږو سره يوځاى د غونډې ګډونوالو ته واورولې.

ليکوال او شاعر فيصل فاران چې د ذبيح حسن پر شعري ټولګې يې مقاله ليکلې وه، له ازادي راډيو سره په خبرو کې د نوموړي د شاعرۍ په اړه وويل، د ذبيح حسن شاعري د خپل چاپېرچل نمايندګي کوي، پر جګړې بد وايي، وطن کې امن غواړي او د افغان ولس د خوشحالۍ ارماني دى.

ښاغلى فاران زياتوي:

"د ډاکټر صيب کتاب چې کله ما وکتو، نو بنيادي څيز ما چې کوم يو دې کې نوټ کړو، نو هغه خو دې کې د تخيل زيات استعمال دى. د ډاکټر صيب په شعرۍ کې درې قسمته تخيلات استعمال شوي دي، خصوصاً تصوراتي او تلازماتي تخيل په دې شاعرۍ کې ډېر زيات ما محسوس کړو. د ډاکټر صيب غزل د هغه د تخيل بهترينه او د هغه قطعې د هغه د فکر بهترينه نمونه ده."

خوږ ژبى شاعر اباسين يوسفزى غونډې ته د ذبيح حسن پر شاعرۍ تر وينا وروسته له ازادي راډيو سره په خبرو کې په خيبر پښتونخوا، په ځانګړې توګه په پېښور کې د کتابونو د مخکتنو غونډې د ځوانو استعدادونو د روزلو لپاره مهمې وبللې.

ښاغلى يوسفزى همدا شان په پېښور کې د بره پښتونخو دا ليکوالو و شاعرانو د کتابونو مخکتنې او دا ډول نورې غونډې د دواړو غاړو د ليکوالو و شاعرانو ترمنځ د تعلقاتو لپاره ښه فال ګڼي:

" دغسې د مشرانو شاعرانو کتابونه چاپ شي، د هغې مخکتنې کېږي، نو ځوانان زده کړه کوي چې په څۀ طريقه باندې خلک په هغې کې خبرې کوي، په هغې کې تنقيدي رايې ورکوي. نو زه دا ګڼم چې پکار دا ده چې دا ډول غونډې ډېرې وشي او څنګه چې د کابل او پېښور او د کوېټې او کندهار ترمنځه څه فرق نشته، د هغه ځاى ليکوالان دلته غونډې کوي، کتابونه چاپوي او خوروي او دددې ځاى هلته، نو دا يو ډېر ښه امر دى، نو زه دا ګڼم چې په دې ډول غونډو باندې زلمى کهول تربيه کېږي هم او د هغې نه علاوه زلمى کهول ډېر ښه اثر هم اخلي."

په عين حال کې ډاکټر ذبيح حسن د خپلې پېنځمې شعري ټولګې د مخکتنې د اړتيا په اړه وايي:

" د غونډې مقصد دا و چې کتاب تر خلکو پورې ورسېږي او بل غټ هدف يې دا و چې شاعران اديبان سره راټول شي، موږ يو بل سره وپېژنو، سره کېنو. خپل افکار تبادله کړو، خپل دردونه سره شريک کړو، په ادب و هنر باندې خبرې وکړو، شعر منحيث شعر راوسپړو او د ټولنې په رغونه کې د شعر مقام يو بل ته واضح کړو چې موږ په نن حالاتو کې شعر ته څومره ضرورت لرو؟ او شعر د زموږ د مساېلو ، زموږ د فاصلو په رالنډولو کې څومره ونډه لرلاى شي؟"

د يادونې وړ ده چې د مخکتنې په غونډه کې ځينو ويناوالو د ښاغلي ذبيح حسن له پېنځمې شعري ټولګې نه يو شمېر غزلې او نظمونه په ترنم کې په اورولو سربېره په وروستۍ برخه کې د موسيقۍ تابيا هم شوې وه چې د پښتو ژبې ځوانو سندرغاړيو راشد يوسفزي او عزت ګل افغان پکې ګډونوالو ته سندرې او ملي نغمې واورولې.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00
مستقیم لېنک

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG