د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

بلوچستان: انتحاري حملې ۳تنه وژلي او ۳سرتېري یې ټپيان کړي


د بلوچستان په کلات سيمه کې چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې درې تنه وژل شوي او درې ملېشه سرتېري په کې ټپيان شوي دي.

امنيتي چارواکو دا ځانوژونکى بريد بللى او وايي چې له بارودو ډک موټر کې سپرو کسانو هدف ته تر رسېدو مخکې يوې امنيتي پوستې ته نژدې چاودنه کړې او درېواړه په کې وژل شوي دي.

کلات د کوټې او کراچۍ تر منځ په شاوخوا ١٤٠ کېلوميټرۍ کې پرته بلوڅ مېشته سيمه ده.

د چارشنبې په ماښام د دې سيمې په «ګدر» نومې ځاى کې چاودنې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.

د ملېشه ځواکونو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په کلات سيمه کې ملېشه ځواکونو او يوې استخباراتي ادارې د تر لاسه کړو استخباراتي مالوماتو په اساس په يوه مشکوک موټر پسې په سيمه کې پلټنه پيل کړه او اخير يې وموند، خو وايي کله يې چې پر يوه امنيتي پوسته د موټر د درولو هڅه وکړه، نو چلوونکې يې موټر وځغلاوه، خو ملېشه وو تعقيب کړل او موټرچلوونکې اخير خپل ځان و چاوده او يوه لويه چاودنه وشوه.

د ملېشه ځواکونو وياند وايي، دا ځانوژونکى بريد و او په موټر کې له ځانوژونکې سره سپاره دوه نور کسان هم وژل شوي او ور څېرمه د ملېشه ځواکونو درې سرتېري هم په کې ټپيان شوي دي. وايي، د چاودنې له امله موټر په بشپړه توګه تباه شوى او ټوټې يې شاوخوا ته شيندل شوې دي.

د ملېشه ځواکونو په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې سرتېرو يې د کلات سيمه له يوې لويې تباهۍ و ژغورله، خو دا يې نه دي ويلي چې له بارودو ډک دا موټر له کومه راغلى، هدف يې څه او څوک وو؟

چارواکې په دې بريد کې ناقانونه وسله وال سازمانونه دخيل بولي، خو د چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

په بلوڅ مېشتو سيمو کې دا د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده چې وسله وال له بارودو ډک موټر کې ځانوژونکى بريد کوي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG