د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

"د ترورېزم ضد ایتلاف کې د افغانستان شاملیدل، د افغانستان په ګټه دی"


د افغانستان د جمهوررییس لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم وايي، د عربي متحدو اماراتو چارواکو ورته ویلي چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ترورېزم ضد ایتلاف کې د افغانستان شاملیدل، د افغانستان په ګټه دی.

ښاغلي دوستم دا خبره د چهارشنبې په ورځ له ابوظبي څخه د راستنیدو پرمهال د افغانستان د ځوانانو د جنبش، په دریمه عمومي غونډه کې وکړه.

که څه هم افغان حکومت تر اوسه د سعودي عربستان په مشرۍ د ترورېزم ضد ائتلاف کې د شاملیدو په اړه پریکړه نه ده کړې خو د جمهور رییس لومړی مرستیال وايي چې د عربي متحدو اماراتو چارواکو ورته ویلي چې په دې ایتلاف کې د افغانستان شامیلیدل، د افغانستان په ګټه دي.

جنرال عبدالرشید دوستم دا خبره د چهارشنبې په ورځ له ابوظبي څخه د راستنیدو پر مهال په کابل کې د افغانستان د ځوانانو د جنبش په دریمه عمومي غونډه کې وکړه.

ده وویل، د ابوظبې چارواکو ورته ویلي چې که افغانستان په دې ایتلاف کې شامل شي، ټول اسلامي هېوادونه به ورسره په هره برخه کې مرستې وکړي:

"شیخ محمد وویل، د څلوردیرشو اسلامي هېوادونو په شورا کې تاسې د اماده ګۍ اعلان ونه کړ. تاسې باید له دې ایتلافه ملاتړ کړی وای. ضرور به د ترورېزم پرضد د اسلامي هېوادونو په ائتلاف کې شامل شئ. ټول اسلامي هېوادونه به درسره ، زما په ګډون مرسته وکړي."

ښاغلي دوستم وویل، د ابوظبي چارواکو ورته ویلي چې د ښوونځیو د کتابونو د چاپولو، د مطبعو د جوړولو، د برښنا رسولو، د اوبو لګولو د سیستمونو، د مدرسو د جوړولو او داسې نورو پراختیايي چارو کې به له افغانستان سره پراخې مالي مرستې وشي.

کله چې په منځني ختیځ او په تیره سوریه او یمن کې کورنیو جنګونو زور واخیست او د یمن له خاورې سعودي عربستان له امنیتي ګواښونو سره مخ شو، سعودي عربستان د سیمې د ترورېزم پرضد د اسلامي هېوادونو ایتلاف اعلان کړ چې تر اوسه په کې څه باندې، څلور دیرش هېوادونه شامل شوي دي.

شاوخوا دوه میاشتې مخکې سعودي عربستان د افغانستان په ګډون، د سیمې له یو شمېرهېوادونو وغوښتل چې د سعودي عربستان په مشرۍ په دغه ایتلاف کې شامل شي.

په دې هکله د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سعودي عربستان بلنه یې ترلاسه کړې خو، په دې ایتلاف کې د هېواد د شاملیدو یا نه شاملېدو په اړه څیړنې روانې دي.

کارپوهان وايي، افغانستان باید د دغو حساسو موضوعګانو پر وړاندې له پوره دقته کار واخلي او داسې ګام پورته نه کړي چې د هېواد امنیت او لاسته راوړنې له خطرسره مخ شي.

د دې کارپوهانو له ډلې مطیع اله خروټي ازادي رادیو ته وویل:

"موږ ځیني ګاونډي هېوادونه لرو چې که د سعودي عربستان په مشرۍ په دغه ایتلاف کې شامل شو، اړیکې او مناسبات مو ورسره زیانمن کیږي.موږ د دې لپاره چې خپلې ګټې معتبرې وګڼو او هېواد ته سوله راولو، پکار ده چې دغه ملحوظات په پام کې ونیسو."

د سعودي عربستان له خوا د ائتلاف له جوړیدو سره د ملي شورا د یو شمېر غړو او کارپوهانو ترمنځ داسې تحلیل رامنځ ته شو چې که افغانستان د دغه ایتلاف غړی شي، د سعودي له مخالفو هېوادونو او په تېره له ګاونډي ایران سره به یې اړیکي خراب شي.

خو افغان ولسمشر له دې وړاندې ویلي چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګهله هر هېواد سره د ستراتیژیکو اړیکو واک لري او دا اړیکې به هیڅګله د کوم بل هېواد په زیان نه وي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG