د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

عبدالله عبدالله: تر راتلونکو۶میاشتو به د سولې خبرې بیا پیل شي


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، تمه ده چې تر راتلونکو ۶ میاشتو له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل شي.

عبدالله عبدالله په هند کې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي د طالبانو ځیني ډلې به ښايي له تاوتریخوالي لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه په راتلونکو څو ورځو کې په اسلام اباد کې دریمه څلور اړخیزه غونډه جوړه شي.

د افغان حکومت اجرائیه ريس وايي، تر ۶ میاشتو او یا هم تر هغې مخکې به له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي.

عبد الله عبد الله وايي، که څه هم چې د ملاعمر مړینې د طالبانو ترمنځ ژور درزونه پیدا کړل او د سولې پروسه يې پیچلې کړه خو د نوموړي په وینا د افغانستان د سولې د هڅو د بریالیتوب لپاره هیلي موجودې دي.

عبد الله عبد الله په نوي ډیلي کې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي د طالبانو یو شمېر ډلې له حکومت سره په تماس کې دي او ښايي له تاوتریخوالي لاس واخلي.

خو عبد الله عبد الله په دې اړه نور جزئیات په ډاګه نه کړل.

نوموړي ویلي د افغانستان د سولې هر ډول مذاکرات به د افغان حکومت په مشرۍ پر مخ ځي او د هغه په خبره سر له اوس نه ددې خبرو د څرنګوالي او برخلیک په اړه قضاوت نشي کیدی.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس د سولې د خبرو د بیا په اړه په داسې وخت کې هیله مندي ښودلې ده چې ټاکل شوې راتلونکې شنبې په اسلام اباد کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل لپاره د لاري د نقشې د برابرولو په اړه دریمه څلور اړخیزه غونډه جوړه شي.

د افغانستان او پاکستان ترڅنګ متحده ایالات او چین هم د افغانستان د سولې د بهیر په اړه په دې خبرو اترو کې ګډون لري.

عبد الله عبد الله دغې غونډې ته په اشارې سره ویلي چې چین په دې خبرو اترو کې مهم رول لوبوي.

نوموړي زیاته کړې ده چې له پاکستان سره د چین نږدې اړیکې د دې سبب کیدی شي چې پیکنګ د سولې خبرو ته د طالبانو په راماتولو کې رول ولوي.

اجرائیه رئیس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه وویل تمه ده چې دا ځواکونه چې د هغه په وینا افغان حکومت ورته په امنیتي او نورو برخو کې اړتیا لري ،له ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې وي.

XS
SM
MD
LG