د امریکا د سنا د پوځي خدماتو کمېټې پرون پنجشنبې جنرال جان نیکولسن په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه تائید کړ.
جنرال نیکولسن د ولسمشربارک اوباما له خوا د دې دندې لپاره غوره شوی وو.
دی به په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو عمومي قوماندان جنرال جان کېمپبل پرځای چې د خدمت دوره یې پای ته رسیږي او د مارچ په میاشتې کې تقاعد کوي، په کار پیل وکړي.
جنرال نیکولسن تیره اوونۍ د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته څرګنده کړه چې د افغانستان امنیتي وضعیت د خرابیدو په حال کې دی او ژمنه يې وکړه چې په دې هېواد کې د امریکايي ځواکونو د شمېر پر اوسني پلان به غور ورکړي.
اوسمهال ۹۸۰۰امریکايي عسکر په افغانستان کې خدمت کوي.
خو د ولسمشر اوباما اداره پلان لري چې د راتلونکي کال په پیل کې دا شمېر۵۵۰۰ ته راکم شي.