د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

ترکیه به د ناټو په چوکاټ کې له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر

د افغانستان د ملي امنیت د شورا مسوولان وايي چې ترکيي د نوېو ژمنو سره – سره نوموړي هېواد ته د زده کړو لپاره د افغان پولیس د منلو په برخه کې څو چنده زیاتوالی راوستی دی.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ د جمعې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه ژمنې د ترکیې چارواکو له خوا دغه هېواد ته د افغانستان د ملي امنیت د شورا د سلاکارحنیف اتمر د سفر پر مهال شوي دي.

ښاغلی اتمر د ترکیې چارواکو سره د خبرو لپاره د تېرې چهارشنبې په ورځ نوموړي هېواد ته تللی.

د سیمې له هېوادونو سره د سیاسي او امنیتي اړیکو د ښه کولو او د دغو هېوادونو د ملاتړ د خپلولو په هدف د افغان حکومت د هڅو په دوام، ترکیې وايي چې د ناټو په چوکاټ کې به له افغانستان سره خپلې پوځي او امنیتي مرستې جاري وساتي.

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه ژمنې ترکیې ته د افغانستان د ملي امنیت د شورا د سلاکار د سفر او ترکیې چارواکو سره یې د خبرو پر مهال شوې دي.

دی وايي چې محمد حنیف اتمر د پنجشنبې په ورځ له خپل ترکي سیال سیف الله هاشم اوغلو سره کتلي او د ترهګرۍ پر وړاندې یې د ګډې مبارزې، له افغانستان سره د ترکیې د پوځي او اقتصادي مرستو او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړې دي.

د ښاغلي غورځنګ په وینا ترکیې د افغان حکومت له لومړیتوبونو چې د داعش او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې مبارزه او په ورته وخت کې له وسله والو مخالفینو سره د سولې بهیر دی ملاتړ کړی دی.

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"ترکیې ژمنه وکړه چې د ناټو په چوکاټ کې به د افغانستان له امنیتي او دفاعي سکتور سره خپلو همکارېو ته دوام ورکوي، په ورته وخت کې به د هېواد له اقتصادي او تعلیمي سکتور سره هم خپلې مرستې وغځوي، دوی دغه شان ژمنه کړې چې د پولسو هغه شمېرکوم چې ترکیې ته د امنیتي مهارتونو د زده کړې لپاره لېږل کېږي د هغوی شمېربه هم ډېرېږي او د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې به هم له افغانستان سره همکاري کوي."

ښاغلی اتمرد ترکیې چارواکو سره د خبرو لپاره د تېرې چهارشنبې په ورځ نوموړي هېواد ته تللی.

د ملي امنیت د شورا ویاند وايي، ټاکل شوې چې ښاغلی اتمر د ترکیې د ملي دفاع له وزیر، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست او د نوموړي هېواد د استخباراتو له ریس سره هم وګوري او د دوشنبې په ورځ بېرته هېواد ته راستون شي.

په ورته وخت کې یو شمېرافغان کارپوهان وايي، اړتیا ده چې افغان حکومت نړېوالې مرستې په جدیت سره مدیریت کړي، که نه نو د تېرو څوارلسو کلونو تېروتنې به تکرار شي.

د چارو کارپوه زلمي وردګ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"کوم کومکونه چې بهرني هېوادونه له موږ سره کوي که د تېرو څوارلسو کلونو د مشرانو په شان د خپلو شخصي ګټو لپاره ورنه استفاده وکړي دا به یوه تېروتنه وي خو که درسته استفاده ورنه وشي نو دا به د افغانستان لپاره لپاره اقتصادي او امنیتي قوت دواړه وي او هم به د فساد مخه نیول شوې وي."

ترکیې په تېرو څو کلونو کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې له افغانستان سره مرسته کړې، په سلګونه افغان پولیسو په نوموړي هېواد کې زده کړې لیدلي او په ملکي برخه کې هم د یو شمېرافغان محصلانو د زده کړو کوربه پاتې شوی.

دغه هېواد دغه شان د پوهنې، روغتیا او کلتور په برخه کې له افغانستان سره مرستې کړې دي.

د پوځي چارو افغان کارپوه زلمی وردګ وايي چې ترکیې په سیمه کې له پیاوړو هېوادونو څخه دی او افغان حکومت باید د افغان ځواکونو د تجهیز په برخه کې د دغه هېواد د مرستو د خپلولو په برخه کې هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG