د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

وسله والو په غزني او نورستان کې پر کانونو تالان ګډ کړی


د غزني او نورستان سیمه ییز چارواکي په دې ولایتونو د کانونو له غیرقانوني استخراج څخه اندېښنه څرګندوي او وایي چې تر ډېره د دغو کانونو په چور او چپاول کې وسله وال مخالفان لاس لري.

په داسې حال کې چې د افغانستان د ځمکې لاندې منابعو د حرفه یيسپړلو او سروې کولو په برخه د افغانانو هیلې نه دي پوره شوي؛ د هرې ورځې په تېرېدو سره د بېلابېلو ډلو له لورې د کانونو د غیر قانوني کېندونو او چور او چپاول راپورنه ورکول کېږي.

د غزني والي محمد امان حمیمي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل؛ تر ډېره هغه کانونه له چور او تالان سره مخامخ دي چې د وسله والو مخالفانو تر نفوذ لاندې سیمو کې دي.

ښاغلي حمیمي د غزني له واغظ، زنخان، زرکشان او مقر ولسوالیو نومونونه اخلي او وایي چې په دې ولسوالیو کې کانونه تل د وسله والو مخالفانو له خوا لوټل شوي دي:

"په خواشینۍ سره چې په هغو سېمو کې یو شمېر مخالفان موجود دي او همدغه څو برخو څخه دوی په پټه کانونه استخراج کوي؛ موږ ته اکثراً راپورونه رارسېږي چې خلک وایي؛ پاکستانیان هلته خپل وسایط راوړي او پټه کانونه استخراج کوي. نو ممکن اکثراً د طالبان ملاتړي همدا پاکستانیان دي؛ نو هغوی سره په همغږۍ په یو شمېر سمیو کې کانونه استخراج کوي."

له بلې خوا په ولسي جرګې کې د غزني استازي علي اکبر قاسمي ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال د دې ولایت پراخې سیمې د وسله والو مخالفانو تر کنټرول لاندې دي او دوی په خلاص لاس د کانونو په استخراج بوخت دي.

ښاغلي قاسمي د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې له څه مودې راهیسې په واغظ ولسوالۍ کې پاکستاني اتباع د وسله والو مخالفانو په همکاری عملاً د کانونو په استخراج کې اخته دي؛ خو تراوسه مرکزي حکومت په دې برخه کې هېڅ ډول اقدام نه دی کړی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د امریکا د مرستو څارونکې اداره یا سیګار په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان له معدني منابعو څخه د مدیریت د نه شتون له وجې اوس مهال د کانونو پیسې د وسله والو طالبانو جیبونو ته ځي.

په همدې حال کې د نورستان سرپرست حافظ عبدالقیوم هم له ازادي راډيو ته وویل چې په دې ولایت کې هم یو شمېر هغه سیمې چې د وسله والو مخالفانو په کنټرول کې دي؛ په کې کانونه له چور او تالان سره مخ دي:

"یو شمېر سیمې دي چې اصلاً دولت په کې واک نه لري؛ هغه سیمې موږ نه شو کنټرولولی؛ نو حکومت باید په دې برخه کې اقدام وکړي؛ هغه سیمې چې اوس د دولت په کنټرول کې نه دي؛ هلته اکثراً بیروج پیدا کېږي."

له دې ټولو سره د افغانستان د کانونو وزارت وایي؛ امنیتي ارګانونه مسوول دي چې د کانونو امنیت تامین کړي.

د دغه وزارت ویاند محی الدین نوري ازادي راډيو ته وویل چې د کانونو د غیر قانوني استخراج په اړه اندېښمن دي او دا موضوع یې له امنیتي ارګانونو سره شریکه کړې:

"د افغانستان د منرالي منابعو او کانونو د امنیت تامین د قاچاق مخنیوی او غیرقانوني استخراج نه مخنیوی د افغانستان د امنیتي ځواکونو دنده ده؛ ترهغې چې په سیمو کې امنیت ټینګ نه اوسي دا به ډېر ستونزمن وي چې زموږ انجینیر ولاړ شي."

دا وزارت وایي چې د منرالي منابعو د قانون متن چې له مخې یې د غیر قانوني استخراج مخه نیول کېږي؛ جوړ شوی او ډېر ژر به عدلي وزارت ته واستول شي.

وموغوښتل چې د کانونو د امنیت ټیګښت په اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نظر هم واخلو؛ خو د دغه وزارت مسوولانو په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې په دې ورستیو کې د افغانستان د شفافیت د څار سازمان هم په هېواد کې د کانونو د غیر قانوني استخراج خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د کانونو تر ډېره استخراج د غیر قانوني وسله والو ډلو له خوا کېږي او دا کار د دې لامل شوی چې د هېواد د ډيرو سیمو امنیت له ستونزو سره مخ شي.

په ولسي جرګې کې د خلکو استازي وایي؛ د افغانستان د خودکفافۍ په لور د کانونو استخراج یواځنۍ لاره ده او دا به هېواد له بهرنیو مرستو وژغوري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG