د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

د نشه يي موادو پرضد د مبارزې وزارت د کورنیو چارو له معینیت سره مدغمیږي


د افغانستان د نشه یي موادو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي چې د ملي امنیت شورا په دې بحث پیل کړی چې دغه وزارت د کورنیو چارو له معینیت سره مدغم کړي.

د نشه یې موادو په وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وایي؛ د دغه وزارت موجودیت ته له اړتیا سره ـ سره ملي امنیت شورا په دې اړه بحث کوي چې دا وزارت د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو ضد معینیت سره یوځای کړي.

د نشه یي موادو په وړاندې د مبارزې وزارت مطبوعاتي مسوول محمد حنیف دانشیار د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل؛ که څه هم په دې اړه تصمیم حکومت نیسي؛ خو دوی په دې باور دي چې د مرستو د همغږي کولو لپاره یو وزارت اړین دی.

هغه وايي چې د نشه یې موادو په وړاندې د مبارزې وزارت د مدغم کېدو په اړه حکومت د نظرونو په ټولولو لګیا دی:

"امنیت شورا په دې اړه زموږ نه د نظر غوښتنه کړي ده او موږ په دې اړه ډیر ژر خپل نظر وړاندې کوو؛ موږ په دې اړه تخنیکي فکر لرو ځکه زموږ وزارت پالیسي جوړونکۍ دی."

د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو په وړاندې د مبارزې معینیت سره د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت د مدغم کیدو طرح په ولسي جرګه کې د اړونده همدې کمیسیون له خوا جمهوري ریاست ته وړاندې شوې ده.

له دې وړاندې جمهور رئیس غني ژمنه کړې هغه ادارې به یو له بل سره یوځای کوي چې د ورته یا یو شان چارو مسولیت پر غاړه لري.

په دې لړ کې د چارو اداره هم د ولسمشری ماڼۍ د دفتر په ریاست کې مدغمه شوې ده.

د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت په ۲۰۰۵ م کال کې تاسیس شو چې له هغې وړاندې د یوه ریاست په چوکاټ کې یې فعالیت کاوه.

په ولسي جرګه کې د نشه یې توکو سره د مبارزې کمیسیون غړي ملا تره خېل محمدي ازادي راډيو ته وویل چې دا کار مبارزه واقعي کولای شي ځکه د نشه یې موادو د کمیدو لپاره اړوندهادارې هیڅ همغږي نه لري.

"د دواړو تر منځ افغان ملت د لویې بدبختۍ سره مخ شو، هغه پالیسي چې دې وزارت به جوړوله هلته د کورنیو چارو په وزارت کې به یې چا په اړه خاص مسولیت نه احساسوه نو ځکه کمیسیون تصمیم ونیو چې دا مبارزه جدي شي او وزارت په معینت کې مدغم شي او دکورنیو چارو وزارت پولیس وکولای شي چې په وړاندې یې مبارزه وکړي او ورته ښه تشکیل په پام کې ونیسي."

هغه وايي چې که دا دوه ادارې سره یو ځای شي دوی باوري دي چې د یوې ادارې جدیت کولای شي کښت، قاچاق، او د نشه یې موادو استعمال کم کړي.

د معلوماتو له مخې یاد وزارت تر اوسه یوازې د کوکنارو د نه کرلو او نشه یې موادو د نه استعمال پروګرامونو د هڅونې په برخه کې شاوخوا ۱۳۰ ملیونه ډالره لګولي دي.

یو شمیر کارپوهان که څه هم د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت مدغم کیدل ګټور ګڼي خو وايي چې دا پلان باید داسې عملي شي چې په هیواد کې بې کاري زیاته نه شي.

له دې ډلې یې خان زمان امرخیل ازادي راډيو ته وویل چې دا کار فساد کمولای او چارې اغیزمندولای شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG