د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

د کندز خلکو په دې ولایت کې د شته امنیتي ګواښونو پر ضد لاریون وکړ


په کندز ولایت کې د شنبې په ورځ د دې ولایت په سلګونو تنو اوسېدونکو لاریون وکړ؛ دوی له ځانونو سره شعارونه لېږدول او په شعارو باندې لیکل شوي وو چې مرکزي حکومت کندز یې له پامه غورځولی دی او په تشو وعدو د دې ولایت خلکو غلوي.

دغو لاریون کوونکو مرکزي حکومت ته لس ورځې وخت ورکړ؛ څو د دې ولایت اوسنې وضعیت ته پاملرنه وکړي؛ همدارنګه د وسله والو طالبانو پر وړاندې تصفیوي عملیات پیل کړي او که دولت د خلکو وړاندېزونه ته پاملرنه و نه کړي؛ نو دوی به پاڅون وکړي.

په کندز ولایت کې د مدنې ټولنو یوتن فعال غړي عبدالغفور هوتک د دغو لاریونکوونکو په استازیتوب یې ازادي راډيو ته داسې وویل:

"د کندز ولس د دولتي چارواکو پر دې وعدو او خبرو باندې نور باور نه کوي او زموږ د ولس صبر ختم شوی دی او موږ دولت ته لس ورځې وخت ټاکلي څو زموږ غوښتونو ته پاملرنه وکړي او کنه موږ د دولت پر وړاندې قیام کوو او له خپل ولس څخه دفاع کوو؛ همدارنګه د کندز د ولس حق او حقوق له دولت څخه د قیام پر اساس اخلو."

هوتک زیاته کړه چې اوس مهال یوشمېر شتمن خلک له دې ولایت څخه د کډې په حال کې دی؛ ځک د کندز مرکز شاوخوا سیمو کې وسله والو طالبان فعاله حضوري او دغه ولایت د محاصرې په حالت کې دی.

په همدې حال کې په نوموړي ولایت کې یوبل مدنې فعال نورالدین ساپي په خپلو خبرو کې وویل؛ که چېرې د مرکزي حکومت چارواکي ژر تر ژر د کندز اوسنې وضعیت په اړه غور و نه کړي؛ نو دوی به په پراخ لاریون لاس پورې کړي او د شمال ختیځ زون ولایتونو سړک به د ترافیکو پرمخ وتړي:

"د کندز خلکو لویه پرېکړه وکړه؛ که وروسته له دې مرکزي حکومت او سیمه ییزچارواکي د دې ولایت امنیت ته پاملرنه ونه کړي؛ نو دوی به دغه اوسنې نظام لړنک کړي؛ ځکه د خلکو حوصله پای ته رسېدلي ده، زموږ خلک سوله او امنیت غواړي او دامهال په کندز کې امنیت ډېر خراب دی؛ خو دولت ورته پاملرنه نه کوي."

د یادونې ده چې له دې مخکې هم د دې ولایت ولایتي شورا غړو همداراز یوشمېر مدنې فعالانو د کندز پر اوسني وضعیت اندېښنه څرګنده کړې وه چې د کندز ولایت له سختو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي؛ خو مرکزي حکومت ورته پاملرنه نه کوي.

راپور: اجمل آرین - کندز

XS
SM
MD
LG