د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

د اروپا په څو ښارونو کې د اسلام او کډوالۍ ضد اعتراضونه وشول


پرون د اروپا په څو ښارونو کې د اسلام او مهاجرت ضد عتراضونه وشول.

د اسلام او مهاجرت ضد غورځنګ يا پګيدا؛ د اروپا په څو ښارونو کې لاريون او مظاهرې وکړې.

دغه اعتراضونه له منځني ختيځ او افريقا نه اروپا ته د سلګونو زره کډوالو د راتګ پر خلاف وشول.

د جرمني په درسدن ښارګوټي کې د پوليسو يوې وياندې يانا اولبريخت د اعتراض کوونکو د شمېر په اړه رويټرز اژانس ته معلومات ورکړل:

”تمه کېږي په درسدن کې شا و خوا شل زره کسان مظاهره وکړي. اټکل کوو چې د پګيدا ډلې شا و خوا پنځلس زره کسان به په لاريون کې برخه واخلي، شا و خوا لس زره نور کسان به په نورو اعتراضونو کې ګډون وکړي.“

خو په لاريون کې د پګيدا غورځنګ د ګډوالو شمېر تر پنځلسو زرو کم و.

د ښار په بله برخه کې په سلګونو نورو کسانو د پګيدا د پلويانو پرضد لاريون وکړ. دوى شعار ورکاوه، چې د شړلو پرځاى پيوستون په کار دى او د نازيانو لپاره ځاى نه شته.

د دواړو لاريونونو د ګډونوالو ترمنځ د کومې شخړې راپور نه دى ورکړل شوى.

پګيدا يا د هېوادپالو اروپايانو غورځنګ چې د لوېديځ د اسلامي کېدلو خلاف دى، په ٢٠١٤م کال کې ايجاد شو.

دغه غورځنګ د جرمني د صدراعظمې انګيلامېرکل پر سياستونو هم انتقاد کړى، چې ولې د پناه غوښتونکو ملاتړ کوي.

له امستردام، برمينګهام، پراګ، وارسا او د فرانسې له شمال نه هم د وړو لاريونونو راپور ورکړل شوى دى.

دغه اعتراضونه په داسې حال کې کېږي، چې د سوريې په ګډون له جګړه ځپلو او نېستمنو هېوادونو په سلګونو زره کډوال له تېرکال راهيسې اروپا ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG