د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

د سولې مخامخ خبرې څه وخت پیلېږي؟


د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا استازو پرون په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې پر لارو چارو موافقه وکړه.

تمه کېږي په راروانو درېيو اوونيو کې د سولې مستقيمو خبرو ته مشخصه نېټه وټاکل شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې دغه راز راغلي، چې د څلوراړخيزې غونډې د همږغۍ ډلې غړو، د طالبانو ټولې ډلې د سولې خبرو ته رابللي دي.

د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين استازو، د درېيم وار لپاره د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې په څلوراړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

دوى د سولې لپاره د لارې پر نقشه او د افغان حکومت دغه راز طالبانو د باصلاحيته استازو ترمنځ پر روغې جوړې او د سولې د خبرو پر بيا پيل موافقه وکړه.

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز د پرونۍ غونډې په لومړيو کې وويل:

”د سولې د پروسې په اړه، په دې باور يو، چې په دې پړاو کې زموږ مجموعي هڅې بايد د سولې خبرو ته د طالبانو د زياتو ډلو پر هڅولو متمرکزې وي.“

په همدې حال کې د سولې عالي شورا يوه غړي امين الدين مظفري هم د سولې د روانو هڅو هرکلى وکړ.

ښاغلي مظفري د پرونۍ څلوراړخيزې غونډې له پايته رسېدو وروسته، له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې دا يو ښه پيل دى:

”زما په نظر دا يو نېک اقدام دى او هيله من يو، چې دا غونډه وکړاى شي، د سولې پروسې ته يوه مناسبه لار پرانيزي.“

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اعزاز احمد چودري، د پرونۍ غونډې کوربه و، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا متحدو ايالتونو ځانګړي استازي ريچارد اولسن، دغه راز د افغانستان لپاره د چين ځانګړي استازي دينګ شي جون د نورو هيئتونو مشري کوله.

د څلور اړخيزې غونډې ګډونوالو تر دې مخکې په اسلام اباد او کابل کې خپله لومړۍ او دويمه غونډه وکړه.

په پام کې د دې لړۍ څلورمه غونډه د کب يا حوت پر څلورمه په کابل کې وشي.

تر اوسه د وسلوالو طالبانو استازو په دغو غونډو کې برخه نه درلوده.

XS
SM
MD
LG