د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

په کوټه کې انتحاري حملې ٩ تنه وژلي او ٢٠ ټپيان کړي


پرون ماځيګر په کوټه کې د ملېشه ځواکونو پر يوه لارۍ ځانوژونکې حمله شوې، چې د درې ملېشه سرتېرو په شمول اته تنه په کې وژل شوي او تر شلو زيات پکې ټپيان شوي دي. د دې بريد مسووليت د پاکستاني طالبانو يوې ډلې منلى دى.

د شنبې په ماځيګر په کوټه ښار کې يو ځل بيا يوه زوروره چاودنه وشوه، چې ږغ يې تر لرې- لرې پورې واورېدل شو او د ورڅېرمو سړکونو د ودانيو ښيښې يې ماتې کړې. چاودنه د ښار په منځ کې لياقت پارک ته څېرمه د کوټې د يوې محکمې مخې ته وشوه، چې په نتيجه کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله ور واړوله. د پېښې په ځاى کې يو رخشه چلوونکى چې ټپي شوى وو، د چاودنې په اړه ازادي راډيو ته وويل:

«زما دغه رخشه ده، زه له نوي کلي راتلم بازار ته مي سواريان را اخيستي وو، چې د کچارۍ دروازې ته را ورسېدو غوړمب شو، سواريان مي راکښته کړل، نجونه زخمي شوې وې»

په چاودنه کې وژل شوي او ټپيان کسان سمدستي د کوټې ملکي او بي ايم سي روغتون ته يووړل شول او په دواړو روغتونو کې بيړنى حالت اعلان شو. د روغتون سرچېنې په ټپيانو کې د اتو تنو حالت مرګونى بولي. په ټپي کسانو کې هم دوولس ملېشه سرتېري شامل دي.

يوه عيني شاهد رسنيو ته ويلي چې په بايسکل سپور يوه کس خپل بايسکل د ملېشه ځواکونو له ولاړې لارۍ سره وجنګاوه او چاودنه وشوه. د چاودنې يو بل عيني شاهد وايي:

«زه له بازاره د منان څلورلارې له خوا را روان وم، د ملېشه وو ټرک ولاړ وو شاته يې دوه نور موټر ولاړ وو، زه چې څنګه تر ټرک تېر شوم زوروره چاودنه وشوه، زما موټر ته پکې ډېر زيان ورسېد، تر چاودنې وروسته ډزې پيل شوې، بيا زه او يو ټپي پوليس وال نيژدې لياقت پارک ته ننوتلو»

د بلوچستان د پوليسو مشر احسن محبوب له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې په دې ځانوژونکي بريد کې له لسو تر دوولسو کيلوګرامه پورې چاودېدونکي مواد کارول شوي دي.

د بلوچستان د ايالتي حکومت وياند انوارالحق کاکړ وايي دا ځانوژونکى بريد وو، چې د يوې ښځې او دوو ملېشه سرتېرو په شمول اته تنه پکې وژل شوي او تر شلو زيات پکې ټپيان شوي دي. انوارالحق کاکړ وايي کېداى شي دا بريد د هغو عملياتو په عکس العمل کې شوى وي، چې ملېشه ځواکونو له تېر کاله په بلوچستان کې د وسلوالو په خلاف پيل کړي دي:

«دا خودکش حمله وه، چې اته تنه پکې شهيدان شوي دي، شپږ عام خلک دي او دوه سرکاري مامورين ملېشه عسکر دي، د دې حملې هدف د پاکستان مملکت دى، د پاکستان ټولنه ده او هدف زموږ پرامنه خلک دي، د دې ټولو خلاف دوى د جنګ اعلان کړى دى او موږ د دوى جنګ قبول کړى دى، انشاءالله جواب به ورکوو»

سره له دې چې حکومتي چارواکي په چاودنه کې د وژل شويو کسانو شمېر اته يادوي، خو وروستي رپوټونه وايي چې په چاودنه کې نهه تنه وژل شوي، چې په هغوى کې څلور تنه ملېشه سرتېري دي. د ملېشه ځواکونو مشر جنرال شېرافګن وايي

د بلوچستان اعلى وزير سردار ثناوالله زهري- چې د عربي اماراتو په سفر دى- دا چاودنه په کلکه غندلې او د وژل شويو کسانو له کورنيو سره يو- يو مليون او د ټپي کسانو له کورنۍ سره يې د پينځو- پينځو لکو کلدارو د مرستې اعلان کړى دى.

د دې بريد مسووليت د پاکستاني وسلوالو طالبانو يوې ډلې منلى دى. د محمد خراساني په نامه تن چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند بولي، رسنيو ته په لېږلي برېښناليک کې ادعا کړې چې پر ملېشه سرتېرو دغه ځانوژونکى بريد دوى کړى دى.

د يادونې وړ ده چې د تېرې جنورۍ د مياشتې پر ديارلسمه نېټه هم د کوټې په سټلايټ ټاون کې پر پوليسو وسلواله حمله شوې وه، چې د ديارلسو پوليسو او ملېشه سرتېرو په شمول څورلس تنه پکې وژل شوي وو او مسووليت يې پاکستاني طالبانو منلى وو.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG