د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

روسیه د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوي


په افغانستان کې د روسیې سفیر وايي چې د سولې لپاره د روانو هڅو څخه ځکه ملاتړ کوو چې د افغانستان کړکېچ نظامي حل لار نه لري.

په کابل کې د روسیې سفیر د سولې هغو هڅو ته خوشبینه دی چې له مخې یې ټاکل شوې د فبروري تر پایه له وسله والو مخالفینو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره شي.

په افغانستان کې د روسیې سفیر "الکسانډر مانتیڅکي" د یکشنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې روسیه د افغانستان د کړکېچ د حل یواځينۍ لار د سولې خبرې ګڼي او دوی له دې خبرو نه په ټینګه ملاتړ کوي:

"زموږ په نظر نظامي هېڅ حل لار نه شته؛ نو له همدې امله موږ د سولې د پرسې ملاتړ کوو چې پیلیږي. له دې سره موږ په دې نظر یو چې دا پروسه باید د افغانانو په مشري د افغانانو له خوا وي او په نتیجه کې یې د افغان حکومت او د طالبانو تحریک تر منځ جوړجاړی رامنځته شي."

ښاغلي مانتیڅکي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د نظامي زده کړو لپاره روسیې ته د پنځه څلویشت افغان محصلانو د لېږلو په غونډه کې وکړې.

په کابل کې د روسيې سفارت مسوولین وايي چې د باثباته افغانستان لپاره د نورو هڅو تر څنګ روسیه په لټه کې ده چې یو شمېر افغان ځوانان هلته په نظامي برخه کې وروزي.

روسیه داسې مهال د سولې د روانو هڅو ملاتړ کوي چې د شنبې په ورځ د پاکستان، افغانستان، امریکا او چین استازي په اسلام اباد کې د وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو د پیلېدو لپاره په یوې تګ لارې موافقې ته ورسېدل.

په کابل کې د روسیې سفیر د افغانستان د پخواني جمهور رییس حامد کرزي هغه نظر هم مهم وباله چې ویلي یې دي؛ د سولې په خبرو کې د روسیې، هندوستان او ایران د شاملېدو هیله لري.

الکسانډر مانتیڅکي په همدې اړه د ازادي راډيو پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا یو ښه فکر دی؛ خو په دې اړه تر اوسه کابل له مسکو نه رسمي څه نه دي غوښتي.

د چارو یو شمېر کارپوهان بیا د سولې په پروسه کې د روسیې له مداخلی نه د هغې ملاتړ مهم ګڼي او وايي چې موجوده ستونزې د امریکا او پاکستان له خوا دي او همدوی یې باید حل لارې ولټوي.

محمد یوسف همت وايي، د روسیې په ګډون د هر هېواد د مرستو لاس باید لنډ نه شي بلکې افغان حکومت باید د بېلابېلو هېوادونو ډاډ او ملات ترلاسه کړي.

"که روسیه د سولې په پروسه کې برخه اخلي څه پروا نه لري؛ خو په دې شرط چې ورسره نورې ستونزې پیدا نه شي؛ اوس مهال ښکېل کوم څلور هېوادونه چې دي همدوی که سم کار وکړي؛ همدوی سوله او ثبات راوستلای شي؛ فکر کوو همدا اوس کافي هم دي، خو د روسیې یا بل کوم هېواد د ګډیدو زمینې باید له منځه یو نه وړل شي؛ که اړتیا شوه ورڅخه دې کومک وغوښتل شي."

روسیه په افغانستان کې د داعش او تاوتریخوالي له ډېرېدو څخه ځکه اندېښنه لري چې په باور یې که د افغانستان کړکېچ د خبرو له لارې حل نه شي ممکن دا ستونزې د مرکزي اسیا له لارې تر روسیې ورسیږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG