د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

مستغني: طالبان دې خپل شرایط د سولې د خبرو په لړ کې مطرح کړي


د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د سولې په را روانو خبرو کې به د افغانستان حکومت پر خپل پخواني دریځ ټینګار وکړي.

له دې مخکې افغان حکومت اساسي قانون او وسله والو طالبانو په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو حضور د خبرو له پیل مخکې د خپلو شرطونو په توګه یاد کړي خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند له ازادي راډیو سره په خبرو کې یادونه وکړه چې د طالبانو له استازو سره په خبرو کې پر لانجمنو مسایلو بحث کیدای شي.

د بهرنیوچارو وزارت وايي، له طالبانو سره د سولې په را روانو خبرو کې به افغان حکومت پر خپل دریځ ټینګار وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې طالبان کولای شي د سولې د خبرو له پیل وروسته خپل شرایط مطرح کړي.

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"د افغانستان اسلامي جمهوریت تل پر دې ټینګار کړی چې هغه ډلې چې د سولې خبرو ته حاضریږي له مخکینیو شرطونو پرته دې راشي. کله چې خبرې پیل شوې ټولې غوښتنې مطرح کیدای شي او پر ټولو شرایطو بحث کیدای شي."

افغان حکومت له دې مخکې ویلي چې ان د اساسي قانون پر ځینو مواردو هم بحث کیدای شي خو چارواکي ټینګار کوي چې اسلام د افغانستان د رسمي دین په توګه، د هیواد ملي حاکمیت او د وګړو حقونه او وجایب د هېواد په اساسي قانون کې د بدلون وړ نه دي.

د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، تمه ده د روانې میاشتې تر پایه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو نېټه وټاکل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل، د څلور اړخیزو خبرو د همغږۍ ډله به د سولې د هڅو د دوام په مقصد د کب په ۴ مه په کابل کې غونډه وکړي.

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"د فبروري په ۲۳ مه به په خبرو کې د ښکیلو څلورو اړخونو د همغږۍ ډله یوه بله غونډه وکړي او د شنبې په ورځ هم دې ډلې په خپله غونډه کې ټینګار وکړ چې دوی به د سولې د خبرو بهیر ته د لارې اوارولو لپاره خپلو منظمو غونډو ته دوام ورکوي."

د افغانستان، پاکستان، متحدوایالاتو او چین د استازو په ګډون د څلوراړخیزو غونډو د لړۍ دریمه غونډه وړمه ورځ په اسلام اباد کې جوړه شوه چې د سولې د خبرو پر دوام یې ټینګار وکړ. د دې غونډې کوربه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اعزاز احمد چودري و، د افغانستان استازیتوب د بهرنيو چارو د وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي کاوه او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا او چین ځانګړي استازي ريچارداولسن او دينګ شي جون هم حاضر وو.

XS
SM
MD
LG