د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

په ننګرهار کې د رېنجرو نه د غلا شویو تېلو د پلورلو مرکز رسوا شو


که څه هم پخوا ډېر داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د امنيتي ارګانونو څخه تېل غلا کېږي او بیا په بازار کې خرڅېږي خو مسؤلینو به یاد راپورونه بې بنسټه بلل او ردول به يې خو دا ځل په ننګرهار کې د غلا شویو تېلو د تخلیه او خرڅولو مرکز رسوا شو.

د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل جاوید زمان د یو شمېر مدني فعالانو سره یو ځای د جلال اباد ښار اړوند د بېز اکمالاتي سیمه کې هغه کلا رسنیو ته رسوا کړه چې ظاهراً د مسجد ګمان پرې کېده او د جومات لوډسپيکر يې پرې لګولی و خو په داخل کې یوازې لویه کلا ده او د تېلو بوشکې، د موټرو نمبر پلېټونه او پرزې په کې پرتې وې.

د ولایتي شورا وکیل جاوید زمان ازادي راډيو ته وویل چې په دې مرکز کې د اردو او نورو امنيتي ځواکونو رېنجرو کې به د غلا تېل راوړل کېدل او بیا به يې پر شخصي وړو سوداګرو پلورل.

نوموړي وویل، دوی پر خپلو امنيتي ځواکونو افتخار کوي چې له خپلې خاورې څخه د دفاع په خاطر قرباني ورکوي خو په خبره يې هغه مسؤلین چې په دا ډول غلاوو کې لاس لري هغه دې د قانون منګولو ته وسپاري.

ښاغلي زمان زیاته کړه:

"امنيتي ارګانونه د اردو، پولیسو او سرحدي پولیس دوی د افغانستان په مختلفو سیمو کې تېل خرڅوي نو تاسو تېره ورځ ولیدل چې موږ عملاً د مدني فعالانو او امنيتي کسانو پر مټ دغه ونیول چې هلته د رېنجرو تېل، د غلا ګاډي، جعلي پلېټونه ول دا مو ونیول زه پر ټولو ولایتي شوراګانو غږ کوم چې دغسې مرکزونه ونيسي زه پر ټولو امنيتي سرتېرو افتخار کوم خو نه دغسې په غلو باندې."

په دې مرکز کې یوه نیول شوي کس په خپلو خبرو کې اقرار کړی چې دې کلا ته به د ده له ورور سره رېنجر راننوتل خو دا ورته نه ده معلومه چې څومره تېل به يې پرې خرڅول.

هغه وايي:

"حقیقت دا دی چې رېنجر به راغلل او ورور به مو ورسره کلا ته ننوت موږ به يي نه پرېښودلو زه خبر نه یم چې څومره تېل به يې ښکته کول خدای خبر دی."

بلخوا د ننګرهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقي وال وايي، دوی ته هم دا مسئله رسېدلې ده خو نوموړی وايي، امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شېرزاد پوليسو ته دنده سپارلې چې د دې موضوع په اړه جدي پلټنې وکړي.

ښاغلي شېرزاد زیاته کړه:

"له رسنیو موږ هم خبر شوو چې مدني فعالانو دا ځای پيدا کړی دی قومندان صیب فضل احمد شېرزاد پولیسو ته دنده سپارلې چې د دې مسئلې په اړه جدي پلټنه وکړي."

له دې وړانډې هم یو شمېر رسنیو د تېلو او مهماتو د خرڅولو په اړه ځيني تحقیقي راپورونه خپاره کړي ول خو مسؤلینو دا ادعاوې رد کړې وې.

خو دا ځل د تېلو د خرڅلاو مسئله په داسې ډول رسنيو سره شریکه شوې چې د دې مرکز او د هغې د مسؤل د نیولو مستنده وېډيو هم اخیستل شوې ده.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG