د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۰

د بلوچستان د ګوادر د امنیت د ټینګښت لپاره نوي سرتیري استول شوي


د پاکستان پوځ او د کورنیو چارو وزارت د بلوچستان د ساحلي ښار ګوادر د امنیت د ټینګښت لپاره سلګونه نوي سرتیري او پوځي تجهیزات استولي دي.

پوځي چارواکي وايي، د دې تازه امنیتي تدابیرو هدف د چین له خوا د میلیاردونو ډالرو د پانګونې د امنیت خوندي کول دي.

په همدې حال جدايي غوښتونکي بلوچ وسله وال وايي، دوي په هیڅکله پر خپله خاوره دا پانګونه ونه مني.

د چین د ۴۶ میلیاردو ډالرو د پانګونې امنیت چې د بلوچستان له ګوادر ساحلي ښاره پیلیږي، د پاکستان لپاره چې سخت دریځه ډلې په کې فعال دي، یو ستر چیلنج بلل کیږي.

د پاکستان پوځ او د کورنیو چارو وزارت وايي، د ګوادر ښارد امنیت د لا خوندي کولو په هدف يې سلګونه نور سرتیري استولي دي او په نږدې راتلونکې به نور اضافي ځواکونه هم په دې سیمه کې ځای پر ځای شي.

د پاکستان یوه امنیتي مقام رویټرز خبري اژانس ته ویلي په ګوادر ښار کې د چینايي اتباعو د امنیت لپاره به ډیر ژر شاوخوا پینځه سوه سرتیري په دندو وګمارل شي.

چین په روان میلادي کال کې په پاکستان کې د ۴۶ میلیاردو ډالرو پانګونه چې سړکونه، ریل لارې او د پایپ لاینونو د جوړولو پروژې په کې دي، اعلان کړه.

که څه هم چې پاکستاني مقاماتو لا دا نه دي ویلي چې د چین د دومره لوې پانګونې په نتیجه کې به څو کسانو ته کار روزګار برابر شي خو اسلام اباد تمه لري چې دا پروژې به په اوږود مهاله کې پاکستان ته سلګونه میلیارده ډالر عاید ورکړي.

د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیرسرفراز احمد بګټي رویترز خبري اژانس ته ویلي د هغو ټولو سیمو امنیت به ټینګ شي چېرته چې د چین د پانګونې پروژې عملي کیږي.

نوموړي ویلي حکومت به پرېنږدي چې وسله وال د پاکستان د اقتصاد د ملا تیر له ګواښ سره مخ کړي.

خو د بلوچستان د جدايي غوښتونکو د ازادۍ جبهه وايي، پر خپله خاوره به دا پانګونه ونه مني.

د دې جبهې ویاند میران بلوچ وايي، دوي د چین او پاکستان دا اقتصادي پروژه د خپلې خاورې ښکیلاک ګڼي.

جدايي غوښتونکو بلوچانو ویلي په کومو سیمو کې چې چین پانګونه کوي له هغې ځایه سلګونه بلوچ کورنۍ په زوره ویستل شوي او د دوي وسله وال به پر دې پروژه به بریدونه وکړي.

XS
SM
MD
LG