د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

"د ننګرهار په اچین، کوټ او شینوارو کې عملیات پڅ روان دي"


د ننګرهار د ناامنه ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو په کابل کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې له حکومته په خپلو سیمو کې د امنیت غوښتنه وکړه.

مظاهره چیانو چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده وویل چې د ننګرهار په ناامنه سیمو کې د حکومت له خوا پیل شویو عملیاتو نتیجه نه ده ورکړې او ناامنیو یې ژوند ډېر تریخ کړی دی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په پوځي عملیاتو کې یې د داعش ملا ورماته کړې او دا مهال یې هم په ضد عملیات روان دي.

د ننګرهار د ناامنه ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وروستیو ناامنیو دې ته اړ کړل چې د خپل غږ د اوچتولو لپاره کابل ته راشي.

مظاهره چیانو چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده او د کابل ښار په حضوري چمن کې سره راټول شوي وو، د هغه چا په ضد شعارونه ورکول چې بې ګناه ولسي وګري او افغان امنیتي ځواکونه وژني.

مظاهره چیانو وویل چې د ننګرهار په ځانګړي توګه د اچین، کوټ او شینوارو په ولسوالیو کې د حکومت له خوا پیل شوي عملیات پڅ روان دي.

د مظاهرې تنظیموونکي او قومي مشر عزیزالله شینواري له ازادي راډیو سره په خبرو کې له مرکزي حکومته وغوښتل چې د دوی په سیمو کې د داعش پر ضد عملیات ګړندي کړي.

ښاغلي شینواري زیاته کړه:

"له دولته دا غوښتنه لرو چې زموږ په سیمه کې دې پوځي عملیات وکړي او له عملیاتو وروسته دې د ولس د امنیت په خاطر په سیمه کې پوستې واچوي، څو بې ځایه شوي بېرته خپلو سیمو ته ولاړ شي، دا بې ځایه شوي خلک اوس مهال نه روغتون او نه هم ښوونځي لري له هر څه نه محرومه دي."

ښاغلي شینواري ویل چې له ناامنه سیمو څخه نږدې ۶۰ زره کورنۍ بې ځایه شوي دي چې تر اوسه حکومت او اړوندو کورنیو او بهرنیو ادارو ورته پاملرنه نه ده کړې.

له تېر یوه کال راهیسې داعش د ننګرهار په اچین، کوټ، نازیانو، شینوارو او یو شمېر نورو ولسوالیو کې فعالیت پیل کړی چې ورسره سیمه ناامنه شوې ده.

د راپورونو له مخې داعش ډلې په ننګرهار کې په کمه موده کې د سیمې په لسګونو خلک وژلي او په زرګونو یې د کورونو پرېښودو ته اړ کړي چې دا مهال د حکومت په ملاتړ ولسي خلکو د دې ډلې په ضد وسله وال پاڅون کړی.

که څه هم د ننګرهار د خلکو د غوښتنې په اړه د امنیتي چارواکو په نظر اخیستو بریالي نه شوو، خو له دې وړاندې دفاع وزارت ویلي چې په ننګرهار کې یې د داعش ملا ماته کړې ده.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې په ننګرهار کې د داعش پر ضد پراخ پوځي عملیات پيل کړي چې دا مهال هم روان دي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"په دې وروستیو دوو میاشتو کې له پنځه سوه زیات داعش وسله وال وژل شوي چې په هغوی کې مشهور قومندانان ګل زمان، اجمل ، شاهد شامل دي، اوس د داعش مرکزونه په کوټ، نازیانو، شینوارو، حصارک، سپین غر، پچیراګام، خوګیاڼیو او شېرزاد ولسوالیو کې نه شته."

ښاغلی وزیري زیاتوي چې د پوځي عملیاتو په لړ کې د داعش اف اېم راډیو او د دوی انټرنېټي مرکز هم له منځه تللی دی.

د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني امنیتي ځواکونو ته حکم کړي چې دا ډله وځپي.

XS
SM
MD
LG