د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

بهرام: د سولې په بهیر کې باید سیاسي ګوندونو ته ونډه ورکړای شي


د افغانستان د جمهوري غوښتونکو ګوند، د سولې د مذاکراتو پر شفافیت او په دې پروسه کې، د سیاسي ګونډونو پر ګډون تاکید کوي.

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو ګوند پر دغه احتمال اندېښنه ښيي چې ګوندې له طالبانو سره به د سولې په مذاکراتو کې معامله وشي او د بشر د حقونو سرغړوونکو ته به په کې؛ د خلکو د استازیو په توګه برخه ورکړل شي.

که څه هم د دې ګونډ غړي له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلېدو په اړه د حکومت هڅې ستایي؛ خو تاکید کوي چې دا پروسه دې له هرډول معاملې پرته پرمخ ولاړه شي.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشرې عادله بهرام د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ له طالبانو سره د سولې په خبرو کې باید یو اړخ سیاسي ګوندونه وي؛ نه هغه کسان چې د بشر له حقونو یې سرغړونه کړې او لاسونه یې د خلکو په وینو سره وي:

"موږ د هغې سولې پلویان یو چې رښتیا په کې وي او هرڅه یې خلکو ته ابلاغ شي. د بشر د حقونو سرغړوونکي په کې نه وي. هغه خلک په کې شامل وي چې خلک پرې باور ولري. موږ هیله لرو چې دا خبرې د خلکو په ګټه وي."

د غه اندېښنې په داسې حال کې پیدا شوي چې یوه ورځ مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبان کولی شي خپل شرطونه؛ د سولې د مذاکراتو په جریان کې مطرح کړي.

اوسمهال د جمهوري غوښتونکو ګوند وايي؛ سیاسي ګوندونه د خلکو غږ دی او له طالبانو سره د سولې په خبرو کې باید برخه ولري.

د دې غوښتنې په اړه د جمهور رییس د ویاند مرستیال ظفرهاشمي وايي:

"کله چې د سولې پروسه پرمخ ځي او پراخیږي؛ موږ د مختلفو قشرونو نظریات اورو. ځکه چې حکومت له یوې خوا نه کېږي؛ دلته د خلکو رايې شته او په همدې اساس حکومت پرمخ وړو او ځان مسوول ګڼو.

په مختلفو نظریاتو، نتیجه ښه کېږي. کله چې خلک بریالي وي موږ د بریالیتوب احساس کوو."

اوس چې حکومت د سولې د خبرو د پیل لپاره ورځې شمېرې، سیاسي ګوندونه په دې نظر دي چې که د دې خبرو په بهیر کې څو کلنې لاسته راوړنې په پام کې ونه نیول شي؛ هېواد به له بحران سره مخ شي.

خو افغان حکومت دا اندیښنې بېځایه ګڼي او تاکید کوي چې هغه شرطونه چې ملي ګټو ته زیان رسوي؛ هیڅکله به و نه منل شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG