د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

د هلمند په ځینو ناامنو ولسوالیو کې به نوي عملیات وشي


د هلمند امنیتي مسولین په پام کې لري په ځینو ناامنو ولسوالیو کې په تېره بیا د مرکز لښکرګاه په شاوخوا سیمو کې نوي عملیات وکړي.

ځایې چارواکي ډاډ څرګندوي چې دا ځل عملیات به یې د ښو تسلیحاتي امکاناتو او پرسونل له اړخه د دې جوګه وي چې مثبتي لاسته راوړني ولري.

دغو مسولینو عملیاتو د پیل نېټه ونه ښوده.

د هلمند امنیتي چارواکو پرون د یوې امنیتي غونډې په ترڅ کې د سنګین، مارجې او د مرکز لښکرګاه د شاوخوا سیمو پر امنیتي وضعیت تر غور وروسته پتیلې چې په دغو سیمو کې نوي عملیات ترسره کړي.

د دغه ولایت امنیتي چارواکي که څه هم وایي، عملیاتي پلان جوړ شوی خو د نوېو عملیاتو د پیل دقیقه نېټه یې یاده نه کړه.

د پولیسو د ۵۰۵ بست زون قومندان عصمت الله دولت زي ازادي راډیو ته وویل چې له پلازمینې کابله د نوېو تازه دمو سرتیرو او تجهیزاتو په رسیدو سره او هم په خپله د سیمه ییزو ځواکونو په تخنیکي او تسلیحاتي برخو کې مثبت بدلونونه کولی شي دغه عملیات له پخوانیو څخه بیل کړي.

ښاغلي دولت زي زیاته کړه:

"موږخپل عملیاتي پلان جوړ کړی دی او منظور شوی دی چې اوس یې د تطبیق مرحله پیلیږي.دا ځل تر پخوانیو عملیاتو تفاوت دا دی چې زموږ مادي، تخنیکي او تسلیحاتي امکانات تر پخوا ډیر ښه دي او پرسونل مو عالي روزنې لیدلي دي او په ښه روحیه د دې جوګه دي چې د دښمن په وړاندې مبارزه وکړي."

ښاغلي دولت زي د دغو عملیاتو په بریالیتوب کې د خلکو د همکارۍ ونډه هم ډیره مهمه وبلله.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې دفاع وزارت وایي، د دوشنبې په ورځ دغه ولایت ته تازه دمي سرتیري او مهمات رسیدلي دي او ژمنه یې کړې چې د اړتیا په صورت کې به د هوا له لارې د هلمند ځایې ځواکونو ته اکمالات ورسوي.

په همدې حال کې په ولسې جرګې کې د هلمند د خلکو استازي په دغه ولایت کې پر عملیاتي پرمختګونو په انتقاد سره وایي چې تر اوسه دغو ستونزو ته هغسې چې لازمه وه پاملرنه نه ده شوې. عبدالحی اخند زاده ازادي راډیوته وویل چې د هلمند ولایت د ناامنیو د ډیریدو یو لامل د ځواکونو ترمنځ نه همغږي او فساد دی. عبدالحی اخند زاده همدا راز په اوسنیو شرایطو کې په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو حضور حتمي بولي:

"حضور د خارجیانو هلته ډیر مهم دی ځکه چې په دې ډول دوی کولای شي زموږ د ځواکونو ترمنځ همغږي ټینګه کړي او هم په امنیتي برخه کې کولای شي په هوایې برخه کې نژدې همکاري وکړي او په عملیاتو کې مستقیمه ونډه واخلي.

زه فکر کوم زموږ ملکي او امنیتي ادارې چې اوس په هلمند کې دي دا حالات نه شي کنټرولولی او وضعیت یې له کنټروله وتلی دی."

د هلمند امنیتي حالاتو ته په کتو د امریکا متحده ایالات په پام کې لري فبرورۍ تر وروستیو پورې خپل سلګونه اضافي سرتیري په هلمند ولایت کې ځای پرځای کړي.

د امریکا د پوځ ویاند مایکل لاوهورن د سې شنبه په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه سرتیري به افغان ځواکونو ته روزنه پوځي سلا مشورې ورکوي خو مخامخ به په عملیاتو کې برخه نه اخلي.

په دې وروستیو کې د سنګین او مارجې په ګډون د هلمند په ځینو سیمو او ولسوالیو کې وسوالو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼه وایي، حکومت پر یو محدود شمېر ولسوالیو بشپړ واک لري پاته یې یا ټولي او یا یوه برخه د طالبانو ترکنټرول لانه دي دي.

په هم دې حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا اعلان کړی چې یوه با صلاحیته پلاوی به د عمومي وضعیت د ارزونې په هدف هلمند ته واستول شي.

XS
SM
MD
LG