د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

احدي: که راتلونکي انتخابات شفاف نه وي هېواد به بحران ته ولاړ شي


انورالحق احدي
انورالحق احدي

د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر خبرداری ورکوي که راتلونکي انتخابات په شفاف ډول ترسره نه شي، نو هېواد به د بحران خوا ته ولاړ شي.

انورالحق احدي د چهارشنبې په ورځ د انتخاباتو په اړه جوړ شوي سیمنار کې ټینګار وکړ چې حکومت باید د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات په شفاف ډول ترسره کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو په وړاندې پرتې ستونزې مني، خو له سیاسي ګوندونو، مدني فعالانو او خلکو غواړي چې د شفافو انتخاباتو په ترسره کېدو کې له دوی سره مرسته وکړي.

که څه هم د انتخاباتي نظام د اصلاح پر سر د حکومتي چارواکو ترمنځ ناندرۍ لا نه دي حل شوي، د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر اندښمن دی که راتلونکي انتخابات په شفاف ډول ترسره نه شي، نو هېواد به د بحران په لور ولاړ شي.

انورالحق احدي د چهارشنبې په ورځ د انتخاباتو په اړه جوړ شوي سیمنار کې له حکومته غوښتنه وکړه چې راتلونکي انتخابات باید په شفاف ډول ترسره کړي:

"د انتخاباتو ککړتیا نه یواځې د ډیموکراسي د پلي کېدو مخه نیسي، بلکې د هېواد سیاسي استقلال ته هم لوی ګواښ دی، که زموږ د انتخاباتي ککړتیا موضوع حل نه شي، ډاریږم چې خلک به له مجبوریته له فزیکي زوره کار واخلي او نامشروع چارواکي به د قدرت له څوکۍ نه وغورځوي، چېرته چې انتخابات ککړې وي هلته حکومت، پارلمان او نور انتخاباتي دولتي موسسات د مشروعیت له بحران سره مخامخ وي."

ښاغلي احدي زیاته کړه چې په تېرو ۱۲ کلونو کې افغانستان شفاف انتخابات نه درلودل.

د افغانستان نوي ملي جبهې چې نوې رامنځ ته شوې او ځان د حکومت اپوزیسیون بولي، همدارنګه ادعا وکړه چې د ملي وحدت حکومت مشران غواړي په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي او په لوی لاس د خپلې خوښې کسان په انتخاباتو کې بریالي کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو راتلونکي انتخابات به د را روان کال په میزان میاشت کې ترسره شي.

خو د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون رییس شاه سلطان عاکفي ټینګار کوي ترهغې چې انتخاباتو په کمېسیونونو کې اصلاحات رانه شي راتلونکي انتخابات به شفاف نه وي.

که څه هم د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې پرتې ځیني ستونزې مني. خو د دغه کمېسیون مرستیال له مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو، افغان ولس او نړېوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د شفافو انتخاباتو په ترسره کېدو کې له کمېسیون سره مرسته وکړي.

عبدالرحمن هوتکي وايي:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره ژمن دی، موږ د شفافو او ازادو انتخاباتو ارزښت ته قایل یو، که چېرې په دې برخه کې په حکومت باندې د مدني ټولنواو سیاسي ګوندونو له خوا فشار را نه وړل شي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په یواځې توګه نه شي کولای د انتخاباتو په شفاف بهیر کې رغنده رول ادا کړي."

ښاغلي هوتکي وايي، د نفوس د کره احصایې نشتوالی، خراب امنیت او د مالي بودجې نشتوالی د راتلونکو انتخاباتو پر وړاندې تر ټولو سترې ننګونې دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG