د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

د پکتیکا په ګومله کې د داعش او طالبانو جګړه روانه ده


د پکتیکا ولایت د ګوملې ولسوالۍ چارواکې وايي چې د تیرې یکشنبې ورځې راهیسې د یادې ولسوالۍ د دینارخېلو په سیمه کې چې د جنوبي وزیرستان سره پر پوله پرته ده، د داعش ډلې او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده چې دواړو لورو ته په کې درانه ځاني زیانونه اوښتي دي.

د چارشنبې ورځې په ماښام د ګوملې ولسوال شایسته خان ازادي راډیو ته وویل چې د دېنارخېلو په جګړه کې د هنر، فرید او توفان په نومونو د داعش ډلې درې مهم قوماندانان وژل شوي دي.

ده وویل، وژل شوی هنر نومی پخوا د طالبانو مشهور قوماندان وو چې درې میاشتې وړاندې د داعش ډلې سره یو ځای شوی وو او اوس د فرید او توفان سره یوځای راغلي وو چې د دینارخېلو په سیمه کې داعش ډلې ته دفترونه جوړ کړي چې طالبانو پرې حملې پیل کړې او دې ډلې ته درې واړه منصوب قوماندانان په کې ووژل شول.

شایسته خان زیاتوي، په دې جګړه کې دوه طالبان هم وژل شوي، ګڼ کسان د دواړو لوري ټپیان شوي، جګړه د سې شنبې پر ورځ په شدت روانه وه، خو نن د چارشنبې پر ورځ دوی یو بل ته په مورچو کې ناست ول.

د شایسته خان په خبره چې وسله والو طالبانو د دینارخېلو له اوسیدونکو غوښتي چې د داعش د ماتولو لپاره له دوی ملاتړ وکړي.

ولسوال وویل، که څه هم د جګړې سیمه د ګوملې ولسوالۍ له مرکزه تر دېرشو کېلومترو پورې لیرې پرته ده، خو ځايي قومي مشرانو د ولسوالۍ منسوبینو ته ځواب لیږلی چې د داعشیانو د تحرکاتو د ختمولو لپاره که حکومتي ځواکونه د عملیاتو پلان ولري، نو سیمه وال به د حکومتي ځواکونو پوره ملاتړ وکړي.

ولسوال وايي چې دوی د ولسوالۍ د پراخوالي په اندازه ځواکونه نه لري، نو ډیری وخت وسله وال د پولې له پورې خوا نه را اوړي او د ورانکارو بریدونو وروسته بیرته د شمالي او جنوبي وزیرستان لوري ته ستنیږي.

د جګړې عیني شاهدانو ویلي چې دوی له وژل شویو داعشیانو سربیره د وسلوالو طالبانو دوه مړي او دوولس ټپيان د جګړې په سیمه کې لیدلي دي.

تر اوسه وسلوالو ډلو د دې جګړې په اړه رسنیو ته مالومات ندي ورکړي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG