د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

نی: په افغانستان کې ځینې راډیوګانې لا هم له ستونزو سره مخ دي


نی یا د ازادو رسینو ملاتړه اداره وايي، په افغانستان کې اوس هم ځیني راډیو ګانې له ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای چې د خلکو د غوښتنو سره سمې خپرونې وکړي.

دا خبره د دې ادارې د څار د څانګې رییس صدیق اله توحیدي د پنجشنبې په ورځ د راډیو د نړېوالې ورځې د نمانځلو په ناسته کې وکړه.

د راډیوګانو مسوولین هیله کوي چې حکومت او نړېوالې موسسې ورته سره مرستې وکړي.

نی یا په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړه اداره وايي، مالي، تخنیکي، امنیتي ستونزې او د ښځینه کارکوونکو نشتوالی هغه څه دي چې په افغانستان کې ېې د ګڼو راډیوګانو خپرونې ټکنی کړي دي.

دا خبرې د دې ادارې د څار د څانګې مشر صدیق اله توحید د پنجشنبې ورځ په کابل کې، د راډیو د نړېوالې ورځې د نمانځلو په ناسته کې وکړې.

ده وویل، د اطلاعاتو او معلوماتو په رسولو کې د تکنالوژۍ له پرمختګ سره سره، راډیوګانو خپل اهمیت ساتلی او که ستونزې یې اوارې شي، ښه خدمات به ترسره کړي.

ښاغلي توحیدي وویل، په خواشینی سره چې په هېواد کې یو شمېر را‌ډیوګانې د ستونزو له امله ونه توانیدلې چې خپلو خپرونو ته دوام ورکړي:

"زموږ د احصایې له مخې، په هېواد کې یو سلو پنځه اویا راډیوګانو فعالیت کاوه چې له دې جملې څخه په وروستیو کلونو کې اوه راډیوګانې د مختلفو ستونزو له امله له فعالیته ولویدې.

د دې راډیوګانو د تړل کېدو علت ناامني، اقتصادي کمزوري او د ښځینه کارکوونکو کموالی دی."

ښاغلي توحیدي وویل، راډیو د افغانستان د خلکو او په تیره په لېرې پرتو سیمو کې عمده ضرورت دی او که حکومت او مرستندويې نړېوالې موسسې ورسره مرستې ونه کړي، په هېواد کې به ګڼ شمېر نورې راډیو ګانې هم بندې شي.

د فبروري دیارلسمه چې د راډیو له نړېوالې ورځې سره سمه ده، هرکال په افغانستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

د راډیوګانو مسوولین وايي، اقتصادي، تخنیکې او امنیتي ستونزو تر ډیره حده د دوې پر فعالیتونو اثر کړی دی.

د اموزګار د راډیو مسوول رحمت اله بیګانه په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:

"د اقتصادي منابعو او د تولیدې موسسو او فابریکو کموالی سبب شوی چې راډیوګانې له ستونزو سره مخ شي. له دې سره تجارتي اعلانونه هم کم او هم ارزانه شوي دي.د اکثرو راډیوګانو کارکوونکي او په تیره ښځینه کارکوونکې کم شوي دي. په لږو تنخواګانو کار نه کوي. له حکومت او بهرنیو موسسه هیله ده چې دې ستونزې ته تدابیر ونیسي."

په افغانستان کې اوس مهال په لسګونو تلویزیونونه فعال دي خو خلک وايي، د هېواد د نفوسو زیاته برخه راډیو اوري.

د راډیوګانو مسوولین او کارکوونکي دا هم وايي، حکومت دې د رسنیو د قانون سره سم، د دوي امنیت هم خوندي کړي.

د راپورونو له مخې یوازې د دوه زره شپاړسم میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه د رسنیو اته کسان وژل شوي او شاوخوا شل ټپیان شوي دي.

خو حکومتي چارواکې وايي، د رسنیو فعالتیونه یوه لویه لاسته راوړنه ده او هڅې روانې دي چې ستونزو ته یې رسیده ګې وشي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG