د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

وردګ: راتلونکی کال به اته "A-29" ډوله الوتکې محاربې ته داخلې شي


د افغانستان د هوایي پوځ عمومي قومندان وایي چې د راتلونکي لمریزکال په حمل کې به اته A-29 ډوله الوتکې محاربې ته داخلې شي.

جنرال عبدالوهاب وردګ دا خبره د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د هوایې پوځ د نندارې په غونډه کې وکړه.

همدې غونډې ته ولسمشرمحمد اشرف غني هم وویل چې حکومت به د افغانستان د هوایې ځواک پر پیاوړتیا پانګونه وکړي.

په داسې حال کې چې ځینو لوړپوړو امریکایي چارواکو روان ۲۰۱۶ د افغانستان لپاره ستونزمن کال بللی دی، د افغانستان د هوایي ځواکونو عمومي قومندان وایي، د راتلونکې لمریزکال په حمل کې به اته نورې جنګي الوتکې د جګړې ډګر ته ور داخلي کړي.

له دغو A-29 ډوله الوتکو څخه څلور یې د امریکا متحده ایالاتو څه باندې میاشت مخکې افغان پوځ ته ورکړې او څلور نورې به یې د روان لمریزکال په حوت کې ور تسلیم کړي.

جنرال عبدالوهاب وردګ د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د هوایي ځواک د نندارې په غونډه کې وویل چې دغه الوتکې په پرمختللو امکاناتو مجهزي دي.

ښاغلي وردګ زیاته کړه:

"خوشبختانه دغه څلور الوتکې چې راغلي او څلور یې په حوت کې راځي چې اته باله کیږي، موږ یې په حمل کې وظایف محاربوي ته داخلوو. دوی به له توپ، راکټ او بم نه استفاده کوي."

ښاغلي وردګ زیاته کړه، د افغانستان هوایي پوځ څلور لواګانې لري چې دوې یې کابل، یوه کندهار او یوه د هرات شینډنډ کې ده.

نوموړي همدا راز وویل چې دا مهال له څوارلسو MD-530 ډوله الوتکو څخه په دولسو ولایتونو کې د عملیاتو لپاره کار اخیستل کیږي.

د افغانستان د هوایي ځواکونو د عمومي قومندان په وینا دا مهال ۲۳۰ تنه افغانان د پيلوټۍ او د الوتکو د انجینیرۍ په برخه کې په بهر کې زده کړي کوي او ۲۰۰ تنه یې هم د افغانستان په هوایي پوهنتون کې په زده کړو بوخت دي.

په همدې حال کې ولسمشرمحمد اشرف غني چې د هوایي ځواکونو د تجهیزاتو او الوتکو د نندارې غونډې ته ورغلی و؛ وویل چې حکومت به پردې برخې زیاته پانګونه وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"لکه چې تاسو ژمنه وکړه، د دولت ژمنه در سره دا ده چې تاسو باندې دریږو، تاسو باندې پانګه اچوو، په تاسو ویاړو او نازوو مو."

ولسمشرغني د روان لمریزکال په ترڅ کې د افغانستان د هوایي ځواکونو هڅې وستایلې او ویې ویل چې په راتلونکې کې به نورې الوتکې هم دغو ځواکونو ته ورکړي.

نوموړي د هند له خوا له افغان هوایې ځواک سره د څلورو هلیکوپټرو له مرستې هم مننه وکړه.

په ورته وخت کې د A-29 الوتکو یو تن پيلوټ محمد توفیق ازادي راډیو ته وویل، د دغه ډول جنګي الوتکو له زیاتیدو سره به افغان ځواکونه د جګړې په ډګرکې ښه پرمختګ ولري.

ښاغلي توفیق زیاته کړه:

"فعلاً لپاره په مختلفو مواردو کې له دې الوتکو نه کار اخیستل کیږي. د راتلونکې لپاره به دا ډیر شي بیا به انشاالله کافي وي."

دا مهال د جګړې په ډګر کې د افغانستان د هوایي ځواکونو د جنګي الوتکو ترڅنګ په ځينو مواردو کې امریکایې ځواکونه هم د وسله والو مخالفینو پر وړاندې هوایې بریدونه کوي.

نړېوالې ټولنې ژمنه کړې چې تر ۲۰۱۷ میلادي کاله به افغان هوایي پوځ په خپلو پښو ودروي.

XS
SM
MD
LG