د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

داعش سره مبارزې لپاره د امریکا له پلانه د ناټو غړو هېوادونو ملاتړ


د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر وايي چې د ناټو غړو هېوادونو په یوه خوله، د اسلامي دولت/ داعش پر ضد مبارزې د پلان د اهدافو او عملي کولو د لارو چارو ملاتړ کړی دی.

کارټر تېره ورځ «پنجشنبه» په بروکسل کې د ناټو له دفاع وزیرانو سره د داعش پر ضد د مبارزې لپاره پر خپل پلان خبرې وکړې.

کارټر وویل چې د پلان پر اساس، په عراق او سوریه کې د داعش ریښې باید وایستل شي، د نړۍ په کچه یې د فعالیت مخنیوی وشي او ټول هېوادونه د دې ډلې له شره خوندي شي.

د کارټر په وینا، په عراق او سوریه کې د داعش د له منځه وړلو لپاره باید پر دوو ښارونو د دې ډلې کنټرول مات شي. کارټرټينګار وکړ چې ائتلافي قوتونه باید په عراق کې موصل او په سوریه کې رُقه ښار په نښه او له داعشه پاک کړي.

د امریکا دفاع وزیر همداراز وویل چې په بروکسل کې د ناټو له دفاع وزیرانو سره په غونډه کې پر دې هم خبرې وشوې چې که ناټو تړون له داعش سره د مبارزې نړیوال ائتلاف ته ور ګډ شي او هر غړی هېواد په دې مبارزه کې خپله ونډه زیاته کړي.

اشټون کارټر زیاته کړه:

"د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له ښې رهبرۍ مننه کوم ځکه اوس موږ په دې مبارزه کې خپل ائتلاف ته د ناټو د غړیتوب پر امکاناتو غور کوو. دا هم یو مهم پرمختګ دی. ناټو به د داعش پر ضد ائتلاف ته د نوي غړي په توګه، بې ساري نوي امکانات راوړي چې د داعش پر ضد په مبارزه کې به وکارول شي، په دې کې د مشارکت جوړول، د ځمکنیو ځواکونو روزنه او د ثبات لپاره ملاتړ شاملېږي."

د امریکا متحده ایالات د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف مشري کوي چې د افغانستان په ګډون څه باندې ۶۰ هېوادونه یې غړي دي. امریکا او متحدان یې تر اوسه، په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد یوازې هوايي حملې کوي.

اشټون کارټر وویل چې د دې ډلې پر ضد باید سیمه ییز ځواکونه وروزل شي.

اشټون کارټر وویل:

"د ائتلاف په توګه، زموږ ستراتېژیک اقدام به د سیمه ییزو قوتونو روزل او هڅول وي چې له داعشه سیمې ونیسي او وساتي. یعنې هغه سیمې چې د داعش په لاس کې دي باید بېرته ونیول شي او د هغو سیمو اوسېدونکي خلک یې باید واکمني ولري."

خو کارټر په سوریه کې د روسیې پوځي عملیاتو ته د ستراتېژیکې تېروتنې نوم ورکړ ځکه د ده په وینا، په ډېره بې رحمۍ یې، زیات خلک بې ځایه کړي دي. د امریکا د دفاع وزیر وویل چې له روسیې سره په دې کمپاین کې ګډېدل نه غواړي او د داعش پر ضد خپله مبارزه به جاري وساتي.

د امریکا دفاع وزیر څرګنده کړه چې روسیه په دې جنګ کې له دوی سره هېڅ ډول همکاري نه کوي خو د روسیې له پوځ سره یې داسې لاره جوړه کړې چې پر اساس یې، لږ تر لږه د دواړو هېوادونو قوتونه سره مقابلې نه شي اوپوځي عملیات يې ټکر ونه کړي.

XS
SM
MD
LG