د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

په کندز کې د واورې ورېدو د بزګرانو اندېښنې لیرې کړې


د کندز ولایت بزګران چې د روان کال په ژمي کې د واورې نشتوالي اندېښمن کړي وو، خو دوه ورځې وړاندې په دې ولایت کې په پوره پیمانه واوره ورېدلې او د دې ولایت بزګران یې دې ته هېله من کړي چې په راتلونکي کال کې به له خپلو کرنیزو ځمکو څخه ډېر حاصلات ترلاسه کړي.

کندز د هېواد یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی، په نوموړي ولایت کې د غنمو، وریجو، زغرو، کُنځلو، نخودو، خټکیو، هندواڼو او داسې نورو غله جاتو او مېوه جاتو په څېر بېلابېل زراعتي فصلونه کرل کېږي او د هېواد په ډېره پېمانه غله له دې ولایت څخه چمتو کېږي.

وړاندې له دې د کندز ولایت د کرنې ادارې چارواکو هم د وچ ژمې په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې.

د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو تن بزګر محمدګل ازادي راډیو ته وویل چې کرنه په ورښتونو ولاړه ده، نو له دې امله د واورې ورښت د کرنیزو حاصلاتو د ترلاسه کولو لپاره ډېر اړین دی.

محمدګل زیاته کړه:

"په روان ژمي کې د واورې نه ورېدل موږ ډېر په تشويش کړي وو، خو اوس دا تشويش لیرې شوی او ورښتونه د للمي غنمو د کرلو لپاره ځمکه ښه برابروي، نو دې واورې ورښت موږ خپلو حاصلاتو ته هيله من کړي يو."

د نوموړي په وینا، دا د واورې ورښت د دوى باغونو او کروندو ته ډېره ګټه لري او دوى د پسرلي کښت لپاره د چمتووالي په حال کې دي.

په همدې حال کې د کندز د خان اباد ولسوالۍ یو تن بزګر حفیظ الله بيا وايي چې د واورې ورښت د غنمو فصل ته ډېره ګټه رسوي:

"د دې مهال د واورې ورېدل غنم له يوې خوا تازه ساتي او له بلې خوا اوبه هم د دې واورې د شتون له امله وررسېږي او په راتلونکي کال به له خپلې ځمکې په ډېره پیمانه غنم ترلاسه کړم."

د نوموړي ولایت د علي اباد ولسوالۍ یو تن بزګر قندآغا، د واورې د ورښت له امله خوښ دی. هغه وايي، چې د واورې ورښت د نباتي ناروغيو او مضره حشراتو د له منځه تللو لامل هم ګرځي همدارنګه په سیندونو کې اوبه هم زیاتېږي:

هغه زیاتوي:

"د واورې ورېدل نه يوازې د غنمو او د شولو توليد، بلکې د باغدارۍ، مالدارۍ او څرځايونو لپاره هم ډېره ګټه لري، له دې سربېره د اوبو زېرمې هم ورسره ډېرېږي."

د کندز د کرنې ریاست چارواکي هم د واورې ورېدلو له امله ډېر خوښ دي. دوی وايي چې د نوموړي ولایت د غنمو د توليد ډېره برخه پر للمي ځمکو ولاړه ده او د للمي غنمو توليد بيا پر ورښتونو باندې ولاړ دى، نو د دې وروستۍ واورې ورښت ټولو کرنیزو ځمکو ته ګټه ورسوله او په راتلونکي کال کې به بزګران له خپلو کرنیزو ځمکو څخه ښه حاصلات ترلاسه کړي.

د نوموړي ولایت ۹۰ سلنه خلک پر مالدارۍ او کروندګرۍ باندې مصروف دي او د خلکو اقتصاد هم په همدې مالدارۍ او کرنۍ پورې تړلی دی.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG