د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

ولسمشر غني: د افغانستان جګړه سیمه ییز او نړیوال عوامل لري


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د هېواد جګړه یې کورنۍ جګړه نه بلکې سیمه ییز او نړیوال عوامل لري.

نوموړی چې دا مهال د مونشن په ۵۲ امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني کې دی پرون جمعه یې په دې کنفرانس کې د وینا پر مهال په سیمه او نړۍ کې د روانې بې ثباتۍ پر عواملو او ورسره د مبارزې پر لارو چارو څرګندونې کړي.

ولسمشر غني همداراز د ترهګرۍ پر ضد د خپل حکومت پر هغو هڅو چې د کور دننه او بهر یې کوي هم وغږېده.

ولسمشر اشرف غني وویل ډېر کله د افغانستان جګړه یوه کورنۍ جګړه ګڼل کېږي چې داسې نه ده.

د نوموړي په وینا لومړی خو په نړۍ او سیمه کې کړکېچونه د دې سبب شوي دي چې نا امنۍ یې افغانستان په مستقیمه توګه اغېزمن کړي.

ولسمشر غني په دې لړ کې د چین روسیې او په ځانګړي توګه د پاکستان یادونه وکړه.

نوموړي د ستونزې دویم سبب داعش یاد کړ او زیاته یې کړه:

"کله چې موږ د داعش پر ضد خبرداری ورکړ، په ځانګړي توګه تېر کال په همدې کنفرانس کې، نو دې ته د داسې یوې هڅې په توګه وکتل شول لکه زه چې افغانستان ته پاملرنه اړول غواړم، خو نن زه هیله لرم چې هېڅ څوک به له دې حقیقت څخه انکار ونه کړي."

ولسمشر اشرف غني القاعده شبکه په افغانستان کې د روان کړکېچ د درېیم سبب په توګه یاده کړه او ویې ویل چې دا ډله له منځه نه ده تللې او دا مهال دوی د القاعدې له یوې نوې شوې بڼې سره مخ دي.

افغان ولسمشر د پاکستان د طالبانو تحریک او حقاني شبکه په سیمه کې د نا امنیو د نورو سببونو په توګه یاده کړه او ټینګار یې وکړ چې جرمي اقتصاد د دې ټولو د خړوب لپاره یوه ګډه سرچینه ده.

نوموړي وویل تر هغې چې د ترهګرۍ د عواملو پر له منځه وړلو کار ونه شي، د دې پدیدې پر ضد هر ډول هڅې به بشپړې نه وي.

افغان ولسمشر د ده په وینا "په نړۍ کې د سیاسي تاوتریخوالي د پنځمې څپې" پر ضد په ګډه په نړېواله کچه د اسلامي هېوادونو په سطحه، او همدارنګه په سیمه ییزه، ملي او ځايي سطحه د تنظیم شوي اقداماتو غوښتنه وکړه.

ښاغلي غني په دې اړه تر اوسه د نړۍ او سیمې د هېوادونو تر منځ د مبارزې د یو ګډ چوکاټ نشتوالی د یوې ستونزې په توګه یاد کړ.

خو پر دې سربېره افغان ولسمشر راتلونکي ته هیله مندي څرګنده کړه.

اشرف غني په دې برخه کې د ناټو، او سیمې د هېوادونو ځینې اقدمات په ښه فال یاد کړل او د ناټو د غړو هېوادونو له مشرانو څخه یې مننه وکړه چې په افغانستان کې یې د پرېکنده ملاتړ مأموریت وغځاوه.

نوموړي همدارنګه له چین او د منځنۍ اسیا له هېوادونو په ځانګړي توګه اذربایجان او ترکمنستان، همدارنګه د سیمې له نورو هېوادونو هندوستان، ایران، روسیې او ترکیې سره د خپل حکومت نږدې کار وستایه او زیاته یې کړه د دې هېوادونو سره د یو داسې تفاهم د رامنځته کېدو په بهیر کې دی چې دا ومني چې یو با ثباته افغانستان د ټولو په ګټه دی.

نوموړي په افغانستان کې په ملي سطحه د روانې بې ثباتۍ پر ضد د خپل حکومت کورنۍ هڅې وستایلې او د خپلو نړیوالو متحدینو څخه یې مننه وکړه چې د داعش پر ضد ورته اقدامات کوي چې د القاعدې شبکې پر ضد یې کول.

امریکايي چارواکي باور لري چې د داعش ډله د افغانستان په ختیځ کې له ۱۰۰۰ څخه تر ۳ زرو ملاتړي لري او غواړي په ننګرهار کې د ځان لپاره یوه عملیاتي اډه رامنځته کړي.

افغان ولسمشر د مونشن په کنفرانس کې د کډوالو پر بحران هم خبرې وکړې او پر اروپايي هېوادونو یې غږ وکړ چې که نه غواړي کډوال ورشي نو له دوی سره دې د ثبات او کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG