د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

مستغني: د پاکستان پولیس د هرات د پخواني والي د اختطاف قضیه څېړي


د کونړ او هرات ولایتونو پخوانی والي سید فضل الله وحیدي
د کونړ او هرات ولایتونو پخوانی والي سید فضل الله وحیدي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایې چې پاکستاني چارواکو دوی ته ډاډ ورکړی چې د سید فضل الله وحیدي د تښتول کېدو موضوع به جدي څېړي او نتایج به یې افغان چارواکو سره شریکوي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت هم د ښاغلي وحیدي په لټه کې دی.

ښاغلي مستغني وویل:

"د اسلام اباد پولیسو او هم د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته ډاډ ورکړی چې په دې اړه به څېړنه کوي او د څېړنو نتایج به په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت سره شریکوي."

د کونړ او هرات ولایتونو پخوانی والي سید فضل الله وحیدي د جمعې په ورځ د پاکستان له مرکز اسلام اباد څخه د نامعلومو کسانو له لوري وتښتول شو.

سینهوا خبري اژانس د پاکستاني پولیسو او اسلام اباد کې د افغان سفارت د سرچینو له خولې ویلي چې وحیدي د خپلې کورنۍ سره اسلام اباد ته د برېټانیا د ویزو د تر لاسه کولو لپاره تللی و.

بلخوا د پاکستان د پولیسو ویاند قمر د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې د اسلام اباد په بېلابېلو سیمو کې یې په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

پولیسو همدارنګه ویلي چې وحیدي د اسلام اباد په (فیز۷) سیمه کې یو هوټل کې اوسېده او د خپل یو ۱۲ کلن لمسي سره نږدې رسټورانټ ته تللی و چې د ناڅرګنده کسانو له خوا وتښتول شو.

تر اوسه چا د نوموړي د تښتولو مسؤلیت نه دی منلی.

خو یو شمېر افغان کارپوهان بیا دا موضوع د سولې مسئلې سره تړي او وایې چې د پاکستان استخباراتي ادارې تل هڅه کوي چې د سولې په خبرو کې خنډ رامنځ ته کړي.

افغان کارپوه ثمر سیرت ازادي راډيو ته وویل چې دا موضوع به د افغانسان او پاکستان پر اړیکو منفي اغېزه وکړي.

ښاغلي سیرت زیاته کړه:

"د افغانستان او پاکستان په اړیکو باندې کاملاً دا موضوعات منفي تأثیر لري، ځکه فضل الله وحیدي په شمالي وزیرستان کې نه و بیا د پاکستان په زړه پایتخت کې هغه اختطاف کېږي دا ډېره نا اشنا خبره ده، تل د پاکستان استخباراتي ادارې او نور د سولې دښمنان داسې هڅې کړي چې د سولې خبرې په شا وغورځوي او سوله رانه شي."

فضل الله وحیدي چې د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې د کونړ او ورپسې د هرات والي و د ولسمشر اشرف غني د واک په لومړیو کې هم د څه مودې لپاره د هرات د سرپرست والي په توګه دنده ترسره کوله او تل یې د پاکستان پر ضد څرګندونې کړي دي.

سیاسي څېړونکی ثمر سیرت وایي، د اسلام آباد تر ټولو امنه سیمه کې د ښاغلي وحیدي تښول یو شمېر پوښتنې پیدا کړي چې حکومت یې باید په اړه وضاحت پیدا او له ولس سره یې شریک کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG