د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

"شمال زون کې پلان شوې جګړې او د مقاومت شوراګانو د جوړولو هڅې"


د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر فوق العاده استازی احمد ضیا مسعود
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر فوق العاده استازی احمد ضیا مسعود

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر فوق العاده استازی احمد ضیا مسعود د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره د خلکو او په خاصه توګه د مجاهدینو پر بسیج او یووالي ټینګار کوي.

ښاغلي مسعود شمالي ولایتونو ته د سفر په دوام د شنبې په ورځ په بدخشان کې یوې جوړې شوې غونډې ته وویل چې د وسله والو مخالفینو او په خاصه توګه د طالبانو پر ضد باید ملي حرکت شروع شي.

احمد ضیا مسعود په همدغه غونډه کې پر ټولو مجاهدینو غږ وکړ چې له امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ لپاره دې په ټولو ولایتونو کې د مقاومت شوراګانې جوړې کړي.

ښاغلي مسعود وویل:

"له مجاهدینو، روحانیونو، ځوانانو او مخورو مې غوښتنه دا ده چې په هر ولایت کې د مقاومت شوراګانې جوړې کړي، لکه څنګه چې په تخار کې موږ دا کار وکړ او هیله لرم چې په بدخشان کې هم ډېر ژر داسې شورا رامنځته شي، په کندز کې مو هم دا کار وکړ ټولو مجاهدینو ترې هرکلی وکړ له هغې وروسته په بغلان، سمنګان، پروان، کاپیسا او تر کابله به مخ ته لاړ شو او په ټول افغانستان کې به دې لړۍ ته انکشاف ورکړو."

که څه هم له دې وړاندې ملي شورا او د نظر خاوندانو داسې اندېښنې ښودلي چې د افغان امنیتي ځواکونو له چوکاټه وراخوا هر ډول وسله وال حرکت د ثبات په ګټه نه دی خو احمد ضیا مسعود وايي شوراګانې به د حکومت تر مدیریت لاندې له افغان ځواکونو سره په ګډه جګړه پرمخ یوسي.

هغه زیاتوي:

"دغه د مقاومت شوراګانې باید د دې مسؤلیت ولري چې مجاهدین سازمندهي کړي او د حکومت د امنیتي بنسټونو تر چتر لاندې له حکومتي او دولتي تشکیلاتو سره د پولیسو او اردو تر څنګ جنګ پر مخ یوسي البته دغه جنګ به د حکومت په مدیریت پر مخ بیول کېږي څو کومه بله جانبي ستونزه رامنځته نه شي."

په داسې حال کې چې افغان حکومت تر راتلونکو څو میاشتو د افغان سولې په برخه کې د پرمختګونو خبره کوي احمد ضیا مسعود اندېښنه لري چې د افغانستان شمالي ولایتونه به په راتلونکي پسرلي کې د پلان شویو جګړو شاهد وي او که د شمال خلک او پخواني مجاهدین په دې اړه بې غوره پاتې شي نتایج به یې ډېر خطرناک وي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي او سیاسي کارپوهان بیا په هېڅ وجه د افغان امنیتي ځواکونو له چوکاټه پرته مسلحانه حرکتونه د ولس په ګټه نه بولي.

سیاسي کارپوه یونس فکور وايي احمد ضیا مسعود د خپلې اصلي وظیفې پر ځای د ملېشه سازۍ په لټه کې دی.

فکور د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل که هر څوک له وسله والو مخالفینو سره د مبارزې هوډ لري باید د ملي اردو او پولیسو په لیکو کې ځان تنظیم کړي.

ښاغلی فکور وايي:

"د ده کار دغه و چې په حکومت کې سیسټم رواج کړي، ښه حکومتداري رواج کړي، د فساد پر ضد تدابیر ونیسي خو ده خپله اصلي حکومتي وظیفه پرېښې ده خلکو ته تشویش ایجادوي چې مقاومت وکړئ، دی فکر کوي چې د احمد شاه مسعود غوندې به بیا د مقاومت جنبش جوړ کړي او خلک به پر ده راټول شي زه فکر کوم دا خیال و محال دی."

د ولسي جرګې غړی سید اسحاق ګېلانی بیا وايي که خلک له وسله والو مخالفینو سره د مبارزې په پلمه مسلحه کېږي مهارول یې مشکل دی او دا به په راتلونکي کې افغانستان ته یوه بله لویه غمیزه وي.

احمد ضیا مسعود په داسې حال کې د امنیتي وضعیت د کابو کېدو لپاره د مقاومت تر نامه لاندې د شوراګانو د جوړېدو خبره کوي چې تازه د افغانستان لپاره د امریکا سر مفتش اندېښنه ښودلې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به ځیني ولایتونه د وسله والو مخالفینو له مخ پر زیاتېدونکي ګواښ سره مخامخ شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG