د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

سردار محمد داوود خان روغتون کې د یوې ښځې د زېږون څرنګوالی


د سردار محمد داود خان روغتون
د سردار محمد داود خان روغتون

د افغانستان دفاع وزارت او په کابل کې د سردار محمد داود خان پوځي روغتون مسؤلین وايي چې په دغه روغتون کې له یوه ولادت څخه په رسنیو کې ناسم راپورونه خپاره شوي دي.

د سردار محمد داود خان روغتون مسؤلین په دې باور دي چې دا ولادت یو طبیعي عمل و چې په خپل وخت ناروغ ځای ته نه وو رسېدلی خو په اړه یې هېڅ ناغېړي نخ ده شوې.

د دې روغتون د ولادت د برخې متخصصې رابعه غرشین د شنبې په ورځ په همدې اړه یوې خبري غونډې ته وویل چې ناروغ په بېړنیو حالاتو کې و ځکه نو منزل ته له رسېدو مخکې د روغتون په انګړ کې ورته د ولادت امکان برابر شو.

هغه وايي:

"پوهېږئ چې زېږون یوه پروسه ده چې خاص وخت ته اړتیا نه لري، یعنې امکان لري چې په څو دقیقو کې وشي او خوشبختانه دا ولادت چې په کوم ځای کې وشو ټول امکانات ورته راوړل شول، په پرده او عزت کې هر څه ترسره او ورته مو ټول روغتیایي خدمات ترسره کړل."

د سردار محمد داود خان روغتون مشر عبدالرزاق سیاووش وايي چې د ولادت په نږدې شېبو کې د ناروغ لېږد د طبي قوانینو خلاف کار دی چې که شوی وی ممکن د مور او ماشوم ژوند یې له خطر سره مخ کړی وی.

دا په داسې حال کې ده چې ځينې کورنیو ټلوېزیونونو د تېرې اوونۍ په وروستیو کې له همدې روغتونه داسې وېډیو کلېپونه خپاره کړل چې یوه ښځه د دغه روغتون په انګړ کې ولادت کوي.

دې راپورونو داسې انځوراوه چې ګواکې د سرتېري کورنۍ ته په لوی لاس پاملرنه نه کېږي او بالاخره په سړه هوا کې یې مېرمن ولادت ته اړه کېږي.

خو دا په داسې حال کې ده چې خپله د دغې مېرمنې خاوند دا راپورونه ردوي او وايي چې مخکې له دې چې مېرمن یې په روغتون کې د ولادت څانګې ته ورسېږي په طبیعي حالت یې ماشومه پیدا شوه.

ډګروال عزیز وايې چې په دې راپور او د کورني تصویرونو د خپرېدو له امله یې جټکه خوړلې او د کورنۍ د حیثیت د اعادې غوښتنه کوي.

ډګروال عزیز وايي:

"هغه وېډیو چې خپره شوې زما د کورنۍ حیثیت او ابرو ته یې زیان رسولی دی، زه له وزیر دفاع احترامانه هیله کوم چې دا شخص یا اشخاص چې دا وېډیو یې خپره کړه پیدا او جزا ته یې ورسوي."

ښاغلی عزیز وايي چې مېرمنې او پیدا شوې ماشومې ته یې خاصه پاملرنه شوې او هغه اوس څه ستونزه نه لري.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د دې موضوع د څېړلو لپاره یې یو پلاوی ټاکلی او دا موضوع تعقیبوي چې چا دا تصویرونه رسنیز کړي دي.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري وايي هر څوک یې چې په تړاو ګرم وبلل شي دوی به یې څارنوالۍ ته وروپېژني.

ښاغلی دولت وزیري په دې اړه زیاتوي:

"د دې مسئلې د تعقیب لپاره یو ډېر پیاوړی کمېسیون ټاکل شوی چې دا موضوع په هر اړخیز ډول وڅېړي، هر څوک چې په دې برخه کې مسئول وپېژندل شو څارنوالۍ ته به معرفي او جزا به ویني."

له دې وړاندې د کابل له یو شمېر نورو دولتي روغتونونو څخه هم شکایتونه شوي دي، خو دولت سره له دې چې دغو روغتونونو کې ستونزې منلي خو ټینګار یې کړی چې د وخت په تېرېدو به روغتیایي خدمات معیاري شي.

XS
SM
MD
LG