د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

خوست: پولیس د ښار رڼايي ده


په خوست کې د پولیسو له تعلیمي مرکز څخه د سلو تنو فارغو پولیسانو د تحلیف او سوګند پورته کولو ځانګړي پوځي مراسم
په خوست کې د پولیسو له تعلیمي مرکز څخه د سلو تنو فارغو پولیسانو د تحلیف او سوګند پورته کولو ځانګړي پوځي مراسم

د خوست امنیتي چارواکو د پولیسو له لیکو سره د نویو یو ځای شویو ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چې د پوځي دندو پر مهال دې له خلکو سره ښه سلوک وکړي، پر خپلو جګړه ییزو وسایلو، وسایطو، وسلو او مهماتو دې پام وساتي، تر څو په دې توګه خپلو دندو کې بریاوې ولري او بل لوري ته پر دوی د ولسونو شته باور لا ډېر شي.

چارواکو یادې څرګندونې د شنبې په ورځ په خوست کې د پولیسو له تعلیمي مرکز څخه د سلو تنو فارغو پولیسانو د تحلیف او سوګند پورته کولو په ځانګړو پوځي مراسمو کې وکړې.

د امنیه قوماندانۍ مرستیال سمونوال وزیر بادشاه په خپلو خبرو کې پولیسو ته وویل چې ستاسو سره شته پوځي امکانات ستاسو عزت دی، نو باید د نورو دندو تر څنګ د دې ساتلو ته هم کلکه پاملرنه وکړئ.

ښاغلي بادشاه وویل:

"زما ارزو او غوښتنه دا ده چې د حربي تخینک سره دلسوزانه برخورد وکړئ، هغه وسله او هغه مهمات او هغه وسایط چې ستاسو په اختیار کې درکول کېږي، د هغې نه باید سمه استفاده وکړئ، هغه ستاسو ابرو او عزت دی، پر هغې د خلکو نه، د وطن او اسلام نه دفاع کوئ."

سمونوال وزیر بادشاه زیاته کړه، پولیس د ښار رڼايي ده، سره له دې چې د شپې له خوا په ښار کې څوک د ګرځېدو حق نه لري، خو خلک خپلې شتمنۍ د خپل باور پر اساس پولیسو ته سپاري، نو د پولیسو دنده دا ده چې د ولسونو دا امانت په ښه توګه وساتي.

د پولیسو له اکاډمۍ څخه دوه تنو فارغ شویو منسوبینو وویل چې خپلو اصلي دندو د اشغال پر مهال به خلکو سره ښه او دوستانه چلند کوي.

هغوی د پوځي او پولیسي زده کړو اهمیت ته هم شاره وکړه او ویې ویل، که د پوځي تعلیم په ډګر کې خوله تویه شي، نو د جګړې په ډګر کې د وینو د تویولو امکانات لږ وي.

پولیس په امنیتي ادارو کې هغه منسوبین دي چې په ښارونو، ولسوالیو، کلیو او بانډو کې د ولسونو سره نږدې دندې لري.

د پولیسو د ښوونیز مرکز قوماندان سمونیار محمد زمان تڼی وايي چې دوی په دې دوه میاشتنۍ دوره کې د اکاډمۍ څخه فارغینو ته په همدې برخه کې پوره زده کړې ورکړي او له دوی یې غوښتي چې په دندو کې خپل شخصي علایق او غوښتنې ونه پالي.

ښاغلي ټڼي وویل:

"موږ په اول کې دوی ته د پهرې، ګزمې، تلاشۍ او په عموم کې د ښار د نظم او امن د ساتلو په برخه کې، بل د انتحاري حملو یا ځانمرګو بریدونو پر مهال د دوی دندې او د مجرمینو د نیولو مسؤلیت موږ دوی ته ښودلی دی چې باید په دې ډول ونیول شي او ګرفتار شي، زما یوازینۍ غوښتنه له دوی دا ده چې باید دوی هر عمل د خدای «ج» او د رسول او د خلکو د غوښتنې په رڼا کې سرته ورسوي."

د یادونې وړ ده که څه هم دا سل تنه نوي منسوبین په نهمه دوره کې د خوست د پولیسو له تعلمیي مرکزه فارغېږي، خو یو شمېر کتونکي د پولیسو روزنیز پروګرامونه په دې نیمګړي بولي چې تر اوسه هم پولیس د خپلو دندو پر مهال له لازم احتیاط څخه کار نه اخلي چې له همدې کبله د نورو پوځي ادارو په پرتله يې ځاني تلفات ډېر دي.

XS
SM
MD
LG